د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: نوی ایتلاف به یوازي یو کاندید وټاکي


د ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیاء مسعود
د ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیاء مسعود
د ملي جبهې مشر احمد ضياء مسعود وايي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره ملي جبهه، ملي ائتلاف او ځېنې نور ګوندونه یو واحد کاندید ټاکي.

د ولسمشر پخوانی مرستیال، احمد ضیاء مسعود وايي چې په څو ورځو کې به دوی د یو نوي ایتلاف د جوړیدو اعلان وکړي.

ښاغلي مسعود دغه خبرې په کابل کې خبریالانو ته کړې دي. هغه زیاته کړه چې د ولسمشرۍ لپاره کاندید به د دوی د نوي ایتلاف د یوې جلسې لخوا اعلان شي.

د ملي جبهې مشر احمد ضیاء مسعود دا هم ویلي دي چې عبدالرب رسول سیاف په انتخاباتو کې د کاندیدو قصد نه لري.

ښاغلي مسعود د چهارشنبې په ورځ د لسو نه د زیاتو اسلامي ګوندونو او ډلو هغه دریځ هم ولوسته چې د مصر د کړکیچ په اړه یې لري. دغو اسلامي ګوندونو او ډلو په مصر کې د اخوان المسلمین په ضد اقدامات د دیموکراسۍ خلاف اعمال وبلل.



مسعود: نوی ایتلاف به جوړ او یوازي یو کاندید به معرفي کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG