د لاس رسي وړ اتصالات

که کیمیاوي وسلې استعمال شوې وي اقدام دې وشي


د چهارشنبې په ورځ د سوریې یاغیانو ادعا وکړه چې د دمشق په ختیځ کې حکومتي ځواکونو زهرجن ګازونه استعمال کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ د سوریې یاغیانو ادعا وکړه چې د دمشق په ختیځ کې حکومتي ځواکونو زهرجن ګازونه استعمال کړي دي.
فرانسه وايي چې که چیري د سوریې په حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال لګیدلي تورونه رښتیا ثابت شي، نړیوال باید د زور نه کار واخلي او اقدام وکړي.

خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورن فبیوس د پنجشنبې په ورځ سوریې ته د مځکنیو ځواکونو د لیږلو امکانات رد کړل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، احمد داود اوغلو هم د نړیوال اقدام غوښتونکی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جان الیاسن د کیمیاوي وسلو د استعمال د نویو تورونو په اړه ژوره اندیښنه وښودله.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وایي که په سوریه کې واقعاً کیمیاوي وسلې استعمال شوې وي نو دغه به جدي پایلې ولري.

د ملگرو ملتونو مرستیال دغه څرگندونې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بیړنۍ غونډې نه وروسته وکړې. د امنیت شورا د سوریې د وضعیت د څیړلو لپاره د چهارشنبې په ورځ بیړنۍ غونډه وکړه.

ذ کیمیاوي وسلو د استعمال د نویو تورونو څیړنه

ښاغلي الیاسن هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته به اجازه ورکړل شي چې دمشق ته نږدې هغه سیمې ته ولاړ شي چې مخالفین وايي د سوریې حکومتي ځواکونو هلته کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال جان الیاسن وايي:"موږ هیله لرو چي حکومت به پلټونکو ته اجازه ورکړي. وضعیت همدا ایجابوي. او هیله کوو چي امنیتي وضعه به د دوی د سفر لپاره اماده وي.

"دا یو ډیر ډراماتیک بدلون دی او اوسنۍ امنیتي وضعه د پلټونکو ورتگ ته اماده نه ښکاري. په همدې خاطر، موږ باید دې موضوع ته په عمومي تناظر کي وگورو او هغه دا دی چي جگړه باید پای ته ورسیږي."

ښاغلي الیاسن وویل د ملگرو ملتونو چارواکو سیمې ته د ورتگ په خاطر د سوریې له حکومت سره اړیکې نیولې دي خو هغه دا هم زیاته کړه چي تر اوسه د کیمیاوي وسلو د استعمال د خبرونو تائید نه دی شوی.

بلخوا ماریا کرستینا پارسیوال، چي د امنیت د شورا دوره یي ریاست یي په غاړه دی، وویل چي د شورا ټول غړي په دې اتفاق لري چي د کیمیاوي وسلو استعمال له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

ماریا کرستینا پارسیوال وویل: "د امنیت د شورا غړو د عمومي منشي ددې دریځ کلک هرکلی وکړ چي باید سملاسي بې طرفه او جدي تحقیقاتو ته زمینه برابره شي. د شورا غړو په دې هم ټینگار وکړ چي متضررینو ته باید ژر تر ژره مرستې ورسیږي."

د کیمیاوي وسلو د استعمال تورونه

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وايي د چهارشنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو د دمشق په ختیځه برخې کې راکټونه ویشتلي او زهرجن ګازونه یې استعمال کړي دي.

مخالفین وايي چې د سوریې ځواکونو د پنجشنبې په ورځ هم د الغوطه الشرقیه په سیمې باندې بمبارۍ کړې دي. مخالفینو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په همدغه سیمې باندې په برید کې حکومتي ځواکونو د کیمیاوي وسلو نه کار اخیستی او ډیر شمیر ملکیان وژلي دي.

د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال تورونه رد کړي دي. دوی وايي چې مخالفین هڅه کوي چې په دغو ادعاو سره د ملګرو ملتونو د پلټونکو د ماموریت نه پام واړوي.

د ملګرو ملتونو د پلټونکو هیت په سوریې کې دی. دغه پلټونکي به په دوو اونیو کې د کیمیاوي وسلو د پخوانیو تورونو په اړه څیړنې کوي.
XS
SM
MD
LG