د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان اوسپنې یو ځل بیا پاکستان ته قاچاقیږي


scrap metal
scrap metal
د ډیرو عامو افغانانو په باور چي د روسانو د وتلو وروسته تر ټولو زيات ټانګونه او پوځي ويجاړ شوي وسايل پاکستان د پرزې په ډول قاچاق شول.

د دوی په خبره چي اوس د بهرنيو ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم دغه چاره يو ځل بيا پيل شوې او د نړیوالو ځواکونو کارېدونکي پوځي وسايل پاکستان ته په نیمه بيه قاچاق کېږي. په دغه کاروبار باندې په لس ګونو کسان بوخت دي .

په کندهار ولایت کې هوايي ډګرته نږدې د کندهار – سپین بولدک پر لویه لار د پخوانیو خصوصي امنيتي کمپينو کاروان سرایونه اوس ددغو نظامي پاته شونو د ليلام په مرکزونو بدل شوي .خپله امنيتي چارواکي هم مني ، چې ددغه ولايت د ترټولو لويې فوځې اډې څخه هغه فوځي وسايل، سامانونه تر را ایستل کېدو وروسته پاکستان ته وړل کېږي.

د اوسپنو تجارت په پټه او غیر قانونې توگه ترسره کیږي:

په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد امریکا غږاشنا راډیو ته په خبرو کې ومنل چې د بهرنيو ځواکونو د پوځي مرکزونو څخه دغه توکي ايستل کېږي، خو سرحدي ځواکونه يې باید د پولو په او ږدو کې خارج له قاچاق څخه مخ نیوی وکړي .

د سرحدي پولیسو د دریم جنوبي زون قوماندان پاسوال تفسير خوګياڼۍ وايي، چې دغه کړنه په پټ ډول پر ځینو قاچاقي لارو ترسره کېږي.نوموړی ټېنګار کوي، چې په هيڅ صورت د پوځي وسايلو ترڅنګ د نورو اوسپينو د لېږد اجازه چاته نه نشه .

په ورته وخت کې د زابل د ملي امنيت ادارې هم هغه لس ګونه کانټینرونه نیولي چي دځینو کسانو له لوري د نړیوالو قواوو له پوځي مرکزونو څخه را ايستل شوي. حکومتي مقامات وايي چي دا کار په ټوله کې غیري قانوني دی او کاروباریان يې په ښکاره له قانون سرغړونه کوي.

په کال ١٩٩٢ کې چې کله د ډاکټر نجیب الله حکومت له مینځه ولاړ او کابل د مجاهدینو د بیلا بیلو ډلو تر مینځ د جگړې ډگر وگرځېد، د افغانستان نږدې ټولې اوسپنې په تېره بیا د پوځ وسلې او موټرونه چور او پاکستان ته انتقال شول. تردې حاله چې سم ټانگان او طیارې په لوی لاس ټوټه ټوټه او پاکستان ته قاچاق شول. د پاکستان د ډیرو فابریکو د خامو موادو ستره سرچینه په ١٩٩٠ لسیزه کې د افغانستان دغه اوسپنې وې.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG