د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي د نواز شریف په بلنه خپل سفر اوږد کړ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د رسیدو سره سم د هغه هیواد د صدراعظم نواز شریف سره څه دپاسه یو ساعت اوږدې خبرې وکړې او د خبرو په پای کې دواړو مشرانو په یو گډ خبري کنفرانس کې گډون وکړ. ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل:

« د دواړو هیوادونو لومړنۍ اندیښنه د هیوادولو د امنیت نشتوالی او زمونږ پر ولسونو، حکومتونو، عسکرو، او زمونږ پر امنیتي ځواکونو باندې دوامداره ترهگریز بریدونه دي. دا هغه برخې دې چې د دواړو حکومتونو له خوا لومړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. په همدغه هیله زه پاکستان ته راغلم چې ښاغلی نواز شریف، تاسو سره وگورم او په دې لار کې په گډه مبارزه وکړو چې نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې سوله راشې بلکې د سخت دریځو په وړاندې په گډه مبارزه وکړو او ډاډمن شو چې دواړه هیوادونه د یو هوسا او با امنه راتلونکې خوا ته درومي.»

د پاکستان صدراعظم نواز شریف په غبرگون کې د افغانستان د راتلونکې په هکله د هیلې د څرگندولو په ترڅ کې وویل:

« زمونږ امنیت او راتلونکې سوکالي د زیاتو اړخونو څخه د افغانستان سره تړاو لري.
د افغانستان په دې مهم او تاریخي پړاو کې جمهور رئیس کرزی له پاکستان نه لیدنه کوي. مونږ د افغانستان خلکو ته د امنیتي او سیاسي انتقال په دې پړاو کې د نیکمرغي هیله کوو. 2014 کال په ځانگړې توگه د افغانستان او د سیمې دپاره اړین کال دی. دا زمونږ د زړه له کومې هیله ده چې دغه پړاو په سوله ییزه توگه ترسره شي.»

د ازادي رادیو خبریال نسیم شفق د امریکا غږ اشنا تلویزیون ته په مستقیم رپوټ کې وویل چې یو افغان چارواکي هغه ته د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي چې حامد کرزي د پاکستان له لورې د خوشبینۍ د نښو نښانو په لیدلو، او د ښاغلي نواز شریف په ټینگار په اسلام اباد کې خپل سفر اوږد کړ چې دوی په اړوندو مسایلو نورې خبرې هم وکړای شي.


XS
SM
MD
LG