د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر: په سوریې د برید لپاره چمتو یو


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل وايي چې که د امریکا ولسمشر بارک اوباما امر وکړي نو د امریکا پوځ تیار دی چې په سوریې برید وکړي.

ښاغلي هیګل دغه خبره د سې شنبې په ورځ د بي بي سي سره په مرکې کې وکړه. هغه وویل چې د امریکا پوځ خپل تجهیزات ځای پرځای کړي دي او د دې توان لري چې د اوباما احکام عملي کړي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس وايي چې تمه کیږي د سې شنبې په ورځ به امریکا د سوریې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه رسمي تصمیم ونیسي.

د کیمیاوي وسلو په ذریعه د عامه وژنې ویډیوګاني د اوباما په ادارې باندې فشار زیات کړی دی چې پریکړه وکړي چې آیا د سوریې په جګړې کې ښکیله شې او که نه.

خو د سوریې حکومت یو ځل بیا دا خبره رد کړې ده چې د سوریې حکومتي ځواکونو دې په خلګو باندې کیمیاوي وسلې استعمال کړې وي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې ډیر لږ شک کیدای شي چې د سوریې حکومت دې د خپلو خلګو خلاف کیمیاوي وسلې نه وي استعمال کړي.

ښاغلي کېري وویل: «څه چې مو په سوریې کې تیره اوونۍ ولیدل د نړۍ وجدان ته یې باید تکان ورکړی وي. دغه د هرډول اخلاقي ارزښتونه نه سرغړونه ده. چې ډیر واضح ووایم، د ولسي وګړو بې دریغه وژل، د کیمیاوي وسلو په ذریعه د خلکو او ماشومانو او بې ګناه ملکیانو وژل اخلاقي قباحت دی.

«هر معیار چې راواخلی، دغه [کار] غیر موجه دی او د بهانو او دروغو په ذریعه، چې ځینې یې جوړوي ، د [دغسې وسلو د استعمال] څخه انکار نه شي کیدی.»


خو د برید په صورت کې د اوباما ادارې داحتمالي خطرونه په اړه پوهیږي. د افغانستان او عراق د جګړو نه ورسته امریکایان په منځني ختیځ کې د امریکا د ښکیلتیا څخه ډیر کم ملاټر کوي.

د اوس لپاره امریکايي ځواکونه تیار دي چې په سوریې کې په حکومتي اهدافو باندې د کروز د توغندیو بریدونه وکړي.

مایکل روبین چې د امریکن انټرپرایز د انستیتوت سره کار کوي وايي چې برید باید محدوده وي هغه وايي چې د دې خطر سته چې جګړه پراخه شي.

روبین وايي: «د اوباما اداره په دقت سره د غچ اخیستنې د ګواښونو په اړه غور کوي، البته نه یوازې په امریکايي اهدافو بلکه د ګاونډي متحدینو خلاف هم د دغسې ګواښونو جاج اخلي.»

په اسراییلو کې د غچ اخیستنې د بریدونو د ویرې خلګ په کتارونو کې ولاړ دي او د ګازو خلاف ماسکونه اخلي.

امریکايي چارواکي ته بیا د عراق د جګړې تجارب دا ګرانه کړې ده چې د امریکا د ښکیلتیا په اړه تصمیم ونیسي، خو بل پلو ته بیا د امریکا تجربه په کاسوو کې دا وه چې محدوده بریدونه یې وکړو او د کاسوو بریدونه بیا موثره ګنل کیږي.
XS
SM
MD
LG