د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد وایي تر اوسه کاندید نه دی


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو په یوې غونډه کې وویل چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوې اجماع په جوړولو بوخت دی.

هغه د یکشنبې په ورځ د ځوانانو سره په یوې غونډه کې دا هم وویل چې لا تراوسه د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ندی کاندید، خو هڅه کوي چې د سیاسي عناصرو د اجماع له لارې د یوه ځانګړي او یا محدود شمېر کاندیدانو په سر توافق ته زمینه برابره کړي.

زلمی خلیزاد وایي د افغانستان راتلونکي انتخابات خورا مهم دي او ددې ټولټاکنو په ټړاو هره ورځ له ولسمشر حامد کرزي څخه نېولي بیا تر مختلفو شخصیتونو او ډلو سره لیدنې او کتنې کوي.

ښاغلی خلیلزاد چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو له احتمالي کاندیدانو څخه شمیرل کیږي، وايي د جنرال دوستم او محقق په کورونو کې د هغه کتنې د همدغو اشخاصو په بلنه ترسره شوي دي خو تر اوسه د ټولو غاړو سره ندي سلا شوي.

هغه دا په ډاګه نه کړه چې د یو شمیر گوندونو، گروپونو او اشخاصو د انتخاباتي اتحاد له تشکیل وروسته لا هم د هغوی سره په مذاکراتو بوخت دی او که نه؟

پدې غونډه کې چې د پوهنتونونو محصلینو برخه اخېستې وه، له زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل شول چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته دې کاندید شي، خو د ښاغلي خلیلزاد ټینګار پدې وو
چې دده طرحه شوې اجماع د ښو انتخاباتو لپاره ډیر ښه فرمول دی.
زلمی خلیلزاد وایي تر اوسه کاندید نه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00
XS
SM
MD
LG