د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: د سمرقند تاریخي اثار باید په اصلي بڼه ورغول شي


د ازبکستان حکومت د سمرقند د لرغونو اسلامي اثارو بیارغونه پیل کړې، خو د ملگرو ملتونو لخوا یې د بیارغونې کار تر پوښتنې لاندې راغلی.

یونسکو هڅه کوي چی دغه ودانۍ باید په خپل اصلي حالت ورغول شي.

سمرقند د نړۍ د کلتورونو کاسه بلل کیږي. ددې ښار بنسټ د عیسی تر میلاد اوه پیړۍ وړاندې ایښودل شوی وو، خو دې ښار په څوارلسمه او پنځلسه پیړی کې د تیموریانو په دوران د اسلامي ثقافت د شنو او زرغونو تاریخي ودانیو په جوړیدو سره ځانگړی شهرت وموند.

ددې تاریخي ښار د کلتوري ارزښت د ژوندی کولو په نیت د ازبکستان حکومت د تاریخي ودانیو رغول پیل کړي دي.

د ریگستان جومات او مدرسه، بي بي خام جومات، د سخي زنده زیارت، جومات او مدرسه، پخپله د تیمور زیارت چي گور امیر بلل کیږي، او د مسلمان ساینسپوه اولوغ بیک د ستورو د څارنې د برج په گډون ټولې دوه ویشت ودانۍ د بیارغونې د پاره په نښه شوی دي.

د الماتورودي په زیارت له تیرو دیارلسو کالو راهیسي کار روان دی. شا اوخوا په لسگونه جریبه ځمکه کې پرته هدیره له منځه یوړل شوه چې د یهودانو د یو ښار پر خرابه جوړه شوي وه.

ددې ودانیو یو کارگر فضل الدین وایي د تاریخي اثارو رغونه اسان کار نه دی.

« د ریگستان د څلور لارې پر ودانیو کار کول ډیر سخت وو. گرمي وه او رطوبت ډیر وو. د مرمرو او کاشي ډبرو لگول ډیر نظیف کار دی او باید ډیر منظم وشي.»

نړیوال څیړونکي په ځانگړي توگه د یونسکو چارواکي اندیښنه لري چې د بیارغاونې په دومره ستره پروژه کې ددې ویره موجوده وي چي د ودانیو تاریخي اعتبار په پام کې ونه نیول شي.

د بیلگې په توگه ډیر خلک فکر کوي چې د شاه زنده زیارت به خپله تاریخي بڼه له لاسه ورکړي، ځکه پخواني موزایک دیوالونه او کاشي په بشپړه توگه نوی کیږي.

د یونسکو اندیښنه

د یونسکو مشره ایرینا بوکوا وایي:
« کله موږ په بیارغونه کې ډیره بیړه کوو. په ښه نیت یي کوو او د رغونې په هدف یي کوو. خو د ودانۍ د اعتبار موضوع شاته غورځوو.»

د یونسکو عمومي رئیسه زیاته وي چي د بیارغونې پروژې باید د نړۍ د کلتور او طبعي اثارو د خوندیتوب په اړه د نړیوال کنوانسیون لخوا د منل شویو اصولو په رڼا کې ترسره شي.

د سمرقند دغه تاریخي سیمه د منځنۍ اسیا د پخواني کلتور ارزښتمنه پانگه ده او په نړی کې د اسلامي واکمنو د دوران استازیتوب هم کوي.

د ازبکستان حکومت د بیارغونې دې لوی پروژې ته دری میلیارده ډالر ځانگړي کړي دي، خو اصلي موضوع په اصلي بڼه ددې ودانیو ساتل دي.
د ازبکستان حکومت د سمرقند د مسلمانانو د دوران د یو شمیر ودانیو بیارغونه پیل کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
XS
SM
MD
LG