د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په سوریې کې د سرین ګاز استعمال شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې ازمویښتونه، چې په خپلواکه توګه ترسره شوي دي، ښيي چې دمشق ته نږدې په ملکیانو باندې د سرین په نامه زهرجن ګاز استعمال شوی دی.

ښاغلي کېري د یکشنبې په ورځ امریکايي مطبوعاتو ته وویل چې په هغو نمونو باندې، چې د ساحې نه امریکا ته استول شوي وو، ازموینې شوي او نتیجه یې دا ده چې د اګست د ۲۱ نیټې به برید کې د سرین په نامه زهرجن ګازونه استعمال شوي دي.

د شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې غواړي په سوریې باندې د برید لپاره د امریکا د کانګریس موافقه ترلاسه کړي.

ښاغلي کېري زیاته کړه چې دی مطمین دی چې د امریکا کانګریس به «هغه څه وکړي چې درست وي.» خو هغه دا هم زیاتوي چې د امریکا ولسمشر کولای شي چې، د کانګریس د تصمیم نه بغیر، پخپل سر پریکړه وکړي.

د سوریې دولتي خبرې آژانس بیا خبر ورکړی دی چې د یکشنبې په ورځ ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې سوریې د هر ډول «خارجي یرغل» د مقابلي توان لري.

د سوریې حکومت د اګست د ۲۱ نیټې د برید پړه په یاغیانو باندې اچوي. خو د سوریې حکومت بیا د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره شواهد نه دې وړاندې کړي.

د سوریې د حکومت مخالفینو ویلي دي چې دوی د ښاغلي اوباما تصمیم، چې په سوریې باندې به ژر برید و نه کړي، مایوسه کړي دي.


د کانګریس موافقه

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په سوریې باندې ممکنه پوځي برید ځنډولی دی. هغه ویلي دي چې غواړي چې د برید په اړه د امریکا د کانګریس موافقه ترلاسه کړي.

ولسمشر اوباما په خپلې وینا کې، چې د شنبې په ورځ یې په سپينه ماڼۍ کې وکړه، وویل چې دی د دې صلاحیت لري چې [په سوریې] د برید امر ورکړي. خو هغه وايي چې فکر کوي چې دا د امریکا لپاره مهمه ده چې په دغه موضوع باندې بحث وکړي.

ولسمشر اوباما وویل: «زه د ډیر پخوا نه دا باور لرم چې زموږ قوت یوازې زموږ په پوځي ځواک کې نه دی، زموږ [د حکومت] په ډول کې دی، چې د خلکو دی، د خلکو لخوا دی او د خلکو لپاره دی. نو دغه یې علت دی چې ما بل تصمیم ونیوی. زه به د قوې د استعمال لپاره د امریکا د خلکو استازو ته مراجعه وکړم.»

ښاغلي اوباما دمشق ته نږدې د شاوخوا دوو اوونیو مخکې برید ته د ۲۱ مې پیړۍ د کیمیاوي وسلو تر ټولو بد برید وویل. هغه زیاته کړه چې امریکا باید پر دغه برید سترګې پټې نه کړي.

د امریکا ولسمشر وویل: «که چیري موږ د دغسې ناروا عمل حساب او کتاب و نه کړو، نو دغه به د نورو په خلاف، چې نړیوالو بنیادي اصولو ته سپکاوی کوي، زموږ د عزم په اړه څه ووايي؟ د هغو حکومتونو په خلاف چې غواړي اټمي وسلې جوړي کړي ؟ د تروریستانو په مقابل کې چې غواړي بیالوژیکي وسلې جوړي کړي؟ د هغو پوځونو په خلاف چې قتل عام کوي؟»


مظاهرې او د برید سره مخالفت

د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې د شنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ د بریدونو خلاف او طرفدارۍ مظاهرې شوې دي.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د جګړې خلاف مظاهرې وشوې. په فرانسې، جرمني، بریتانیا، استرلیا، اردن او ترکیې کې هم مظاهرې شوې دي.

په عین وخت کې، د سوریې متحدینو لکه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې د ولسمشر بشارالاسد څخه ملاټر څرګند کړی دی.

ښاغلي پوتین وویل: «منطق خو دا وايي چې د سوریې حکومتي ځواکونه پرمختګ کوي، په ځینو سیمو کې یې یاغیان محاصره کړي دي. نو دغه بیخې بې مانا خبره ده چې په دغسې شرایطو کې دې هغو کسانو ته چې په دوامداره توګه د پوځي مداخلې غوښتنه کوي پلمه په لاس ورکړل شي. دغه هیڅ دلیل نه مني، په تیره بیا [په داسي وخت کې] چې د ملګرو ملتونو پلټونکي په دمشق کې وي.

«نو زه په دې قانع یم چې دغه پارونه د هغو خلګو لخوا شوې ده چې غواړي نور هیوادونه د سوریې په بحران کې ورښکیل کړي، هغه کسان چې غواړي د نړیوالو قدرتونو ، لکه د امریکا متحده ایالات، ملاټر تر لاسه کړي.»

بل پلو ته، د ایران د پارلمان د ملي امنیت د جرګګۍ مشر علا الدین بروجردي د شنبې په ورځ دمشق ته تللی دی چې د سوریې د جګپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

ایران چې د سوریې د حکومت د قوي متحدینو نه ګنل کیږي په کلکه د سوریې خلاف د ممکنه برید غندنه یې کړې ده.

عربي ټولنې هم د مصر په مرکز قاهرې کې د سوریې په اړه غونډه کړې ده او تمه ده چې د دغې ټولنې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د سوریې په اړه بیړنۍ غونډه وکړې.

خو داسي معلومیږي چې په سوریې باندې د برید په اړه د عربي ټولنې د غړو ترمنځ اوس هم اختلافات سته.


په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د برید د تورونو په اړه د ملګرو ملتونو پلټونکو خپلې پلټنې د شنبې په ورځ پای ته ورسولې.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون به د دغه سازمان د پلټونکو د ډلې د مشر سره د یکشنبې په ورځ وګوري. خو په دې اړه بیا څه نه دې ویل شوي چې د پلټونو راپور به کله بشپړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته وړاندې شي.

د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال نه انکار کوي. خو ښاغلی اوباما او د امریکا استخباراتي ادارې بیا وايي چې دا واضح ده چې د سوریې حکومت د زهرجنو ګازونو په کارولو سره د «زرو نه ډیر کسان» وژلي دي.
XS
SM
MD
LG