د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د افغانانو کلتوري میله


د افغانانو کلتوري میله
د افغانانو کلتوري میله
د واشنگټن ډي سي په نیشنل مال یا ملي پارک کې د افغانستان په کلتوري میله کې په زرگونو کسانو گډون وکړ.

د افغانانو د ښکلیو هنرونو او کلتور تر شعار لاندې کلنۍ میله د افغانستان د ښې راتلونکې دپاره د ښوونې او روزنې خیریه بنسټ جوړه کړې وه.

د امریکا د متحده ایالتونو کانگرس او سپینې ماڼۍ ته په نژدې واټن کې په جوړه شوي میله کې ښکلي هنرونه، نقاشي، کاغذ پران، د افغانستان کتابونه، د افغانستان نڅاوې، د افغانستان دودیز خوراکونه، لکه منتو، شورنخود، پلو او کباب، او ددې ټولو تر څنگ د افغانستان ملي موسیقي د پروگرام په ترڅ کې غږول کیده.

د افغان کلتوري میلې د گډون کوونکو غبرگون

په میله کې د امریکا میشتو افغانانو تر څنگ گڼ تورستانو او افغان محصلینو هم برخه اخیستي وه. سارا جانسن د خپلو ماشومانو سره افغان فیستوال ته راغلي وه.
« زه د خپلو دوو زامنو سره چې څلور کلن او نهه کلن دي راغلې یم او غواړم چې دوی له نړیوال کلتور سره بلد شي.»

محمد اکبر په متحده ایالاتو کې د فولبرایت افغان محصل دی او د افغانو په غونډه کې په گډون کولو ډیر خوښ ښکاری.
« زه په دې ویاړم چې په بهر کې افغانان د خپل کلتور د خوندي ساتلو هڅه کوي او خپل ماشومان په افغاني روحیه روزي.»

د ښې راتلونکې د پاره د تعلیم او تربیې د موسسې مشرې مریم رشید ددې فیستوال جوړول ډیر اړین او گټور وبلل.

د فیستوال تنظیموونکې خیریه موسسه په هرات او نورو ولایتونو کې یو شمیر ښوونځي حمایه کوي.

په واشنگټن کې د افغانانو کلتوري فیستیوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00
XS
SM
MD
LG