د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراگانو د ښځینه غړو ستونزې


په کابل کې د ولایتي شوراگانو په دوه ورځني کنفرانس کې د هیواد د ولایتي شوراگانو د ښځینه غړو د ستونزو اړوند مسلې وڅیړل شوې.

د افغانستان د مختلفو ولایتونو د ولایتي شوراگانو ښځینه غړې د نا امنۍ او اداري فساد څخه سر ټکوي.

دوی چې د یو دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې په کابل کې د خپلو ستونزو او کارونو په هکله د خبرو لپاره راغونډې شوي دي.

د کنفرانس په ترڅ کې خپلې تجربې سره شریکوي او خپلې اندیښنې څرگندوي. دا کنفرانس د سیمه ایزو ارگانونو لخوا او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ پیل شوی.

د سیمه ایزو ارگانونو ادارې داسې لارښود وړاندې کړی چې له مخې یې د تعصب او توپیر پرته یو مناسب کاري چاپیریال رامنځ ته شي او د ښځینه کارکوونکو د زوریدو، او کړاو مخنیوی وشي.

ټاکل شوی دا کاري لارښود د دولت په ټولو ادارو کې پلی شي.

پدې کنفرانس کې د ټولو ولایتونو یوسلو اتلس ښځینه استازو گډون کړی او د صحي خدماتو، تعلیمي چارو او د ښځو د سیاسي مشارکت اړوند موضوعگانو په اړه بحثونه او سلا مشورې کوي.


د ولایتي شوراگانو د ښځینه غړو ستونزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00
XS
SM
MD
LG