د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په درشل کې نوي ایتلافونه او خوځښتونه


د ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله
د ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله
د افغانستان د سولې او فلاح جبهې نن په داسې حال کې د ملی ایتلاف سره خپل پیوستون اعلان کړ چې دغه دواړه سیاسی ډلې په دې تینګار کوي چې په افغانستان کې دې انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

په دغی جبهې کې نږدې ۱۳۰ مدني ټولنې او څو سیاسي ګوندونه راټول شوي چې ددې جبهې د مسولینو په وینا یې نژدې ټول غړي د افغانستان د پښتنو سیمو اوسیدونکي دي.

د ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي په افغانستان کې د ستونزو څخه د وتلو یواځنۍ لار په هیواد کې د انتخاباتو ترسره کول دي.

ډاکتر عبدالله د ملي ایتلاف سره د سولې او فلاح د جبهې پیوستون د افغان ملت د یووالي دښمنانو ته سخت ځواب ګڼي او په زغرده د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کوي.

هغه وایي افغان حکومت، ګاونډي هیوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په انتخاباتو کې لاس وهنه ونه کړي. هغه وایي دا د افغان حکومت مسولیت دی چې له انتخاباتو دمخه په ناامنو سیمو کې پوره امنیت ټینگ کړي.

همداشان د سولې او فلاح د جبهې مشر قاسم خان صافی وایي د انتخاباتو له چوکاټ څخه بهر هیڅ دولت د منلو وړ ندی.

د انتخاباتو د ځنډیدو د پلویانو غبرگون

له یوې خوا انتخاباتي اتحادونه او ایتلافونه رامنځ ته کیږي، خو له بلې خوا د سه شنبې په ورځ په کابل کې د لومړي ځل لپاره د زیات شمیر افغانانو له لورې یو نوی خوزښت رامنځ ته شو چې غواړي انتخابات دې تر ٢٠١٨ کال پورې وځنډول شي.

دوی وایي دغه ډله د مختلفو ولایتونو د نږدی ۱۰۰۰۰ کسانو څخه جوړه شوی او په دې باور دي چې اوس مهال په افغانستان کی د امنیت د نشتوالي په خاطر انتخابات نه شي تر سره کیدای.
ددې غونډې یو ګډونوال د ملي شورا غړی مولوي تره خیل محمدي وایي که اویا په سلو کې خاوره د بې امنۍ سره مخامخ وي او په یو شمیر ولایتونو کې د انتخاباتو رای اچونې ممکن نه وي نو دا انتخابات به څنگه قانوني بڼه او مشروعیت ولري.

ملي ایتلاف
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00
XS
SM
MD
LG