د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امریکا د ولسي جرګې له لوړپوړو غړو سره وکتل


د امریکا حکومت غواړي چې په سوریې د برید لپاره د کانګرس ملاټر خپل کړي.
د امریکا حکومت غواړي چې په سوریې د برید لپاره د کانګرس ملاټر خپل کړي.
د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر او په ولسي جرګې کې د ډیموکراټانو مشره نانسي پلوسي وايي چې دوی د سوریې په اړه د ولسمشر اوباما د پلان ملاټر کوي.

د ولسي جرګې دغو دوو بانفوذه غړو د سې شنبې په ورځ د ولسمشر اوباما سره ولیدل.

د امریکا د حکومت لوړرتبه چارواکي به د سې شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو د جرګې د بهرنیو چارو جرګګۍ ته د سوریې په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د دفاع وزیر چک هیګل او د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس مارتین ډیمپسي به د امریکا د مشرانو د جرګې د بهرنیو چارو د جرګګۍ په استعماعیه غونډې کې برخه واخلي او په سوریې باندې به د امریکا د بریدونو د پلان په اړه معلومات ورکړي.

ولسمشر اوباما ویلي دي چې غواړي د امریکا په سوریې باندې د برید لپاره د امریکا د کانګرس ملاټر ترلاسه کړي. په دغه لړ کې، ولسمشر اوباما او د امریکا حکومتي چارواکو د کانګریس د یو شمیر غړو سره خبرې کړي دي.

دوو امریکايي مخکښو سناتورانو جان مکېن او لینزي ګرهام د ولسمشر اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.دغو سناتورانو ویلي دي چې د اوباما حکومت د سوریې د حکومت د مخالفینو د پياوړي کولو او د بشارالاسد د لیرې کولو سره د مرستې لپاره په یو پوخ پلان باندې کار کوي.

سناتور مکېن او ګرهم دواړو د سوریې د حکومت خلاف د سختو اقداماتو غوښتنه کوله.

ښاغلی مکېن وايي: «که چیري کانګرس دغسې یوه پریکړه، چې د امریکا ولسمشر یې په اړه مخکې لا د اقدام ژمنه کړې وه، رد کړي، نو عواقب به یې فاجعه رامنځ ته شي. د دې لپاره چې دوستانو او دښمنانو ته به [زموږ] د هیواد اعتبار زیانمن شي او دغه به نه یوازې په اوسني ولسمشر بلکه په راتلونکو ولسمشرانو هم تاثیر ولري.»

د امریکا د مشرانو د جرګې د بهرنیو چارو د اړیکو جرګګې به نن د سې شنبې په ورځ د سوریې په اړه استعماعیه غونډه وکړي.


نړیوال او د سوریې په اړه ګډ دریځ

داسي نه معلومیږي چې نړیوال دې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه ګډ دریځ غوره کړي. د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل نن ویلي دي چې هیواد به یې د سوریې خلاف په پوځي اقدام کې ونډه وانخلي.

میرمن میرکل وايي: «موږ یو ځل بیا دا تکرارو، چې د سوریې خلاف به په پوځي اقدام کې برخه وانخلو. خو، موږ به هر هغه څه وکړو چې په نړیواله کچه مشترک عکس ولرو. خو زه باید دا ووایم چې د دې امکان ډیر لږ دی چې ګډ نړیوال عکس العمل دې ولرو. موږ په ګډه د خپلو ټولو ملګرو سره، د روسیې په شمول، کار کوو. موږ به د جي ۲۰ د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې هم هر هغه څه وکړو چې د نړیوالې ټولنې د غړو ترمنځ یو ګډ دریځ پیدا کړو.

د روسیې د پارلمان دوو غړیو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدلي دي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړي دي چې واشنګټن ته یو پارلماني هییت ولیږل شي چې د امریکا د ولسي جرګې د غړيو نه وغواړي چې د سوریې په اړه دې د پوځي اقدام څخه ملاټر نه کوي.

د روسیې د مشرانو د جرګې رییسه، ولانتېنا ماتوینکو: «د مشرانو د جرګې او د ولسي جرګې یا ډوما غړي د سوریې د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري. موږ په بشپړه توګه ستاسو د پالیسۍ سره موافقه لرو چې د ملګرو ملتونو د اجازې، د ملګرو ملتونو د پریکړې او د کوم دلیل نه بغیر د ښکیلتیا اجازه نه شته .»

د روسیې د مشرانو د جرګې رییسه وايي چې باید د امریکا او روسیې پارلمانونه باید چې په دې اړه لا ډیر ونډه واخلي. ښاغلي پوتین د پارلمان د غړو وویل چې دغه نظر پرځای او درست دی.

روسیه چې د سوریې د حکومت د متحدینو نه ګنل کیږي په سوریې کې د اګست د ۲۱ نیټې د کیمیاوي بریدونو په اړه د امریکا شواهد اعتبار نه لري. د یوې فرانسوي ورځپانې سره په مرکې کې، د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې د هغه په پوځ باندې دا تورونه، چې زهرجن ګازونه یې استعمال کړې دي، غیرمنطقي دي.

تمه ده چې د سې شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دغه سازمان د امنیت شورا ته د سوریې په اړه د تازه انکشافاتو په اړه معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو پلټونکو هغه نمونې چې د ساحې نه څو ورځې وړاندې د ځان سره راوړي وو د دوشنبې په ورځ یې لابراتوارونو ته د معیناتو لپاره سپارلي دي.
XS
SM
MD
LG