د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني وتلی دیني عالم په وسله وال برید کې ووژل شو


مولوي نورالحق
مولوي نورالحق
ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې طالبانو د غزني په اندړو کې په عبدالرحيم نومي کلي کې د مولوي نورالحق اخوندزاده په کور وسله وال برید وکړ او هغه یې سره له دوو زامنو په کور کې دننه وواژه.

۹۲ کلن مولوي نورالحق اخوندزاده په اندړو کې د طالبانو خلاف د ملکي خلکو د پاڅون کلک ملاتړی وو. نوموړي په غزني کې هغه وخت د وسله والو طالبانو خلاف فتوا ورکړې وه چې په سیمه کې خلک تازه د طالبانو خلاف پاڅېدلي وو او په اندړو کې پاڅون یواځې تر یوه کلي محدود وو.

د ځايی خلکو له خولې چې مولوي نورالحق اخوندزاده یې له نږدې پېژندلو ویل شوي چې په یوې لیکل شوې فتوا کې نوموړي د طالبانو خلاف د خلکو پاڅون د خلکو د ناموس ساتنې اړتیا بللی وه. او په جگړه کې د وژل شوو طالبانو جنازه به یې نه کوله

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د مولوي نورالحق اخوندزاده د مرگ پړه د طالبانو له خوا په غاړه اخیستې او په خپل ټیلیفوني پیغام کې یې هغه د ځايي اربکیانو یو قومندان بللی.

مولوي نورالحق اخوندزاده په قوم موسی خیل، د خپل قوم مشر او د نورالمدارس مدرسې فارغ وو. د سیمې دیني عالمانو او عادي خلکو نوموړي ته په درنه سترگه کتل او د مرکو او د شخړو د حل لپاره به ورتلل.

له ارگ څخه په یوې خپرې شوې بیانیې کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مولوي نورالحق اخوندزاده وژنه غندلې او دا کار یې یو ترهگر عمل بللی. ولسمشر کرزي د نوموړي وژل کېدل د اسلام د بدنامولو لپاره طالبانو ته د پردیو ور سپارل شوې دنده بللې چې پر جوماتونو او د خلکو پر دیني مراسمو بریدونه وکړي او د افغانستان وتلي دیني عالمان ووژني.
XS
SM
MD
LG