د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ټکړه او فعال هنرمند د زړه حواله


هیواددوست
هیواددوست
هیواددوست له کمکیوالي څخه د هنر ډگر ته مخه کړې ده. هغه د رادیو افغانستان د کوچنیانو له خپرونې څخه پیل کړی او بیایې په کوچنیوالي کې د رادیو د ډرام او دیالوگ په څانگه کې تمثیل ته مخه کړې ده.

د کمکیانو د مجلی سره همکار و او بیا یې د ملي رادیو تلویزیون په مختلفو څانگو کې هنري او معلوماتي او روزنیزې خپرونې پرمخ بیولي دي.

همداشان یې په ملي رادیو تلویزیون کې د ویاند دنده هم ترسره کړې او د ژورنالیزم په ډگر کې یې زده کړې او زیاتې هلی ځلې کړې دي.

د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی او یو شمېر تمثیلي پارچې او ډرامونه یې لیکلي دي.
په څو فلمونو کې یې کار کړی دی. د مثال په توگه د رحمت الله خوستي لیکلنه « تورې څېرې »،

د هنر او ادبیاتو د ادارې محصول «بد قول» او د افغانستان د تکړه او پیاوړي هنرمند ظاهر هویدا لیکلي او ډایرکټ کړي فلم «ګنګسو خان » کې رول لوبولی دی، خو وروستنی فلم د وتلي هنرمند ظاهر هویدا د مړینې په وجه لاهم نیمگړی پاتې دی.

د هیواد نه بهر هنري او ادبي فعالیتونه:

هغه په ملي رادیو تلویزیون کې د ماموریتونو وروسته په بهر کې د اتحاد او عمل د خپرونې مسُول و، د لیمه په نامه مجلې یو تن موسس او د چلونکې د ډلې غړی و او اوس ډنمارک کې ژوند کوي چې هلته هم د خپلواکۍ په نامه خپرونې موسس او د امتیاز خاوند دی
.
هغه په فعاله توگه خپلو هنري او ادبي کارونو ته دوام ورکوي او هیله لري چې په هیواد کې د هنر او ادبیاتو په برخه کې زیات خدمتونه ترسره کړي.

Afghan Artist
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
XS
SM
MD
LG