د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠٢٠ کال د دوبي اولمپیک توکیو ته لاړ


اعلان د ارجنتاین په بیونس ایرس ښار کې وشو، خو خوښۍ او جشنونه په جاپان کې وشول او د خپگان فضا په هسپانیه او ترکیې کې حاکمه شوه.
د اولمپیک د کوربه توب د گټلو د اعلان په اوریدو جاپانیانوپه توکیو او د هیواد په نورو ښارونو کې جشنونه وکړل.

جاپان یو ځل مخکې هم د نړیوالو لوبو کوربه توب کړی دی او هغه په ١٩٦۴ کال کې و، چې هاغه مهال افغانستان هم په کې گډون کړی و.

د اولمپیک د نړیوالې کمیټې په رایگیرۍ کې مادرید په اوله مرحله کې وبایلله. دا د مادرید دریم ځل وو چې په وروستي پړاو کې کوربه توب له لاسه وکړ.

استانبول د توکیو سره تر وروستۍ مرحلې پورې ښه سیالي وکړه. خو دا د اولمپیک د کوربه توب لپاره د ترکانو پنځمه ناکامه هڅه وه.

دریو سرو کاندیدو ښارونو اقلاً یو یو جدي مشکل درلود. د استانبول داعیه په گاونډي هیواد سوریه کې کورنۍ جگړې کمزوري کړې وه، مادرید د خرابې اقتصادي وضعې په خاطر د سمون مقنع پلان نه درلود او په توکیو باندې د فوکوشیما د اتومي بټۍ د اندیښنو له امله نیوکې وشې.

د اولمپیک کوربه توب د توکیو لپاره د ویاړ برسیره نه یوازي اقتصادي گټه لري بلکې په نړیواله کچه د یو شمیر محدودو ښارونو په کتار کې خپل حیثیت هم ثابتوي.

توکیو د اولمپیک د کوربتوب سیالي وگټله
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00
XS
SM
MD
LG