د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان ګېري وايي چې امریکا او متحدین یې نه غواړي چې د سوریې کورنۍ جګړه دې د دوی په غاړه شي.
خو ښاغلي کېري وویل چې د اګست په ۲۱ نیټه د مشکوکو کیمیاوي وسلو په بریدونو کې تر ۱۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي، چې ۴۲۹ پکښې ماشومان وو. هغه وویل چې دغه بریدونه د نړیوالو حدودو نه تیری دی.
هغه دغه خبره په پاریس کې د عربي ټولنې د مشرانو سره په ملاقات کې وکړه.
بل پلو ته، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي دي چې هغه فکر کوي چې نړیوال باید په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه سخت عکس العمل وښيي.
ویلیم هېګ ویلي: «په ۲۱ پیړۍ کې د کیمیاوي وسلو استعمال د کرکې وړ عمل دی او موږ یې باید په خلاف ودریږو.»
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې یو ځل بیا تاکید وکړ چې د بریدونو هدف دا دی چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال مخه ونیول شي.
ښاغلي هېګ وویل: «دغه موضوع د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه ده، چې د سوریې تر موضوع لویه ده. او، څه چې امریکا یې په اړه خبرې کوي او څه چې موږ، د بریتانیا د پارلمان د رایې ګیرۍ نه مخکې، ورباندې خبرې کولې، هغه دا دی چې باید محدود او مناسب [بریدونه وشي] چې د کیمیاوي وسلو د استعمال مخه ونیول شي.»
خو ویلیم هېګ دا خبره هم کړې ده چې حکومت به یې د بریتانیا د پارلمان پریکړه، چې وايي بریتانیا به د سوریې خلاف په پوځي برید کې ونډه وا نخلي، عملي کړي.
نړیوال ملاټر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان ګېري ویلي دي چې په نړیواله کچه پر سوریې باندې د برید په اړه ملاټر مخ په ډیریدو دی. د نړیوالو د ملاټر د راجلبولو لپاره، هغه د عربي ټولنې او د اروپايي اتحادیې د چارواکو سره لیدلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عربي ټولنې د چارواکو سره په پاریس کې ولیدل. هغه وايي چې د سوریې خلاف د برید په تړاو د نړیوالو ملاټر ورځ تربلې ډیریږي.
ښاغلي کېري وویل: «د هغه څه په خلاف چې پيښ شو نړیوال غصه، ډیره شوې، کمه شوې نه ده.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه خبره د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر سره په یوه خبرې کنفرانس کې وکړه. فرانسې یو له هغو هیوادونو نه ده چې د امریکا سره موافقه لري چې په سوریې باندې دې پوځي برید وشي.
جان کېري همداراز د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په لتوانیا کې کتلي دي. د هغه د کتنې هدف دا وه چې [په سوریې باندې د برید لپاره] د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو ملاټر تر لاسه کړي.
خو په نړیواله کچه، د امریکا لخوا په سوریې باندې د ممکنه برید د نه کولو غوښتنه هم شوې ده. د نړۍ د عیسوي کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس بیا په سوریې کې د سولې د راوستلو غږ کړی دی.
په بولیویا کې خلګو پر سوریې باندې د پوځي مداخلې خلاف لاریونونه وکړ. او همداراز، په سوریې او امریکا کې هم خلګو د پوځي اقدام خلاف مظاهرې کړې دي.
نوي شواهد
بل پلو ته د امریکا د سنا د استخباراتو جرګګۍ پر یوټیوب باندې هغه ویډیو خپره کړې ده چې سي ای اي ورته ورکړې ده او پکښې په سوریې کې د مشکوکو کیمیاوي وسلو قربانیان ښودل کیږي.
دغه هغه ویډیو ده چې د امریکا حکومت د امریکا د سنا غړو ته د پنجشنبې په ورځ ښودلې وه.
تمه ده چې د امریکا کانګرس به په روانې اوونۍ کې د سوریې په اړه بحث وکړي او په سوریې د برید په اړه لایحې باندې به رایې واچوي.
داسي معلومیږي چې د امریکا د کانګریس یو شمیر غړي په سوریې کې د امریکا د ښکیلتیا سره مخالفت لري.
نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د امریکا ولس هم په یوې بلې جګرې کې د امریکا ښکیلتیا ته زړه نه ښه کوي. د جګړو سره مخالفو ډلو خو اوس هم د امریکا په یو شمیر ښارونو کې مظاهرې هم کړې دي.
د امریکایانو د قانع کولو لپاره به ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د سوریې په اړه وینا وکړي.