د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سوریې برید څه ډول توجیه کوي؟


ولسمشر اوباما په عراق او افغانستان کې د روانو جگړو د پای ته رسولو او ملي امنیت ته د مستقیم گواښ د نه شتون په صورت کې د نورو نویو جگړو د نه پیلولو په ژمنو واک ته رسیدلی وو.

اوس ښاغلی اوباما باید پر سوریې باندې برید توجیح کړي چې آیا په هغه هیواد کې د کیمیاوي وسلو استعمال، واقعاً د امریکا ملي امنیت ته گواښ پیښ کړی.

«که موږ دا ځل ددې ظالمانه کیمیاوی وسلو د استعمال ځواب ورنکړ، ددې احتمال شته چې په راتلونکې کې به بیا هم استعمال شي او امکان لري د ترهگرو لاس ته ورسیږي چي زموږ پر ضد به یې استعمال کړي. او زموږ نه غبرگون به نورو هیوادونو ته پیغام ورکړي چې دا اعمال هیڅ غبرگون نه لري.»

دا په داسې حال کې دي چې د پوځي برید مخالفانو د متحده ایالاتو په ختیځ او لویدیځ کې مظاهرې وکړې.

جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکېن چې په سوریه باندې د پوځي برید ملاتړی دی، د خپل ایالت د خلکو نظرونه یې واوریدل. مکین وایي چې امریکا باید خپله ژمنه ترسره کړې.

« تاسی پخپله فکر وکړئ چې ایران او نور هیوادونه به دا څنگه وانگاري چې د نړی د تر ټولو ځواکمن هیواد ولسمشر یو څه وایي خو عمل پرې نه کوي.»

نورې دوه ورځې هم لا څوک نه شي ویلی چې کانگرس او سنا به په سوریې باندې د برید لایحه تصویب کړې او که نه. ولسمشر وایي چې دی غواړي چې کانگرس یې ملاتړ وکړي، خو د قانون له مخې د کانگرس هوکړې ته اړتیا نلري.

« موږ دا وایو چې دا به د ناپایه مودې ښکیلتیا نه وي. دا مداخله به د عراق او افغانستان په څیر نه وي. امریکایي ځواکونه په سوریه کې نه پیاده کیږي. موږ به د زمان او هدف له مخې، یوازې یو معینه برید کوو. چې د سوریې حکومت بیا پر خپل ولس کیمیاوي وسلې استعمال نه کړې او دغه وړتیا یې له منځه یوړل شي.»

تیره اونۍ د سنا مجلس کمیټې په سوریې باندې د برید لایحه ومنله، خو د کانگرس دواړه مجلسونه له رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ کار پیل کړ چې د رایگیري لومړنۍ لایحه به یې سوریه وي.

XS
SM
MD
LG