د لاس رسي وړ اتصالات

فهیم: د جمهوري ریاست انتخابات باید وشي


د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم

د ولسمشر لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم

د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم وايي، دی پخپله او حکومت مسؤلیت لري چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات ترسره کړي او بې له انتخاباتو بل بدیل نشته.

د ولسمشر لومړی مرستیال قسیم فهیم وايي د راتلونکو جمهوري ریاست د انتخاباتو له ترسره کېدو پرته بل هر ډول فکر او بدیله لاره افغانستان ته د هغه په باور زهر دي او باید ټاکنې ترسره شي. هغه وویل دی او حکومت د ټاکنو د ترسره کولو مسؤل دي.

پدې وروستیو کې، محمد قسیم فهیم د سیاسي تشکلاتو، اتحادونو او ائتلافونو له جوړولو څخه ملاتړ وښود. هغه وویل چې دا ډول تشکلات یو ډول بریالیتوب دی ترڅو د ګډوډ سیاسي حالت مخه ونیول شي.

ښاغلی فهیم وايي: «هر ډول بل برداشت، هر ډول بل فکر، له انتخاباتو پرته د افغانستان خلکو ته زهر دي، افغانستان نور پخواني حالت ته نه ستنیږي، انتخابات حتمي کېدونکې دي، زه د یوه مجاهد په توګه تاسې ته ډاډ در کوم چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوم چې ټاکنې اخلال کړي«

د ولسمشر لومړي مرستیال، چې د شهیدانو د ورځې د لمانځنې په غونډه کې یې خبرې کولې زیاته کړه چې د ده سره د راتلونکي زعیم لپاره معیار، د هغه اسلامیت، افغانیت او په جهاد او مقاومت کې اشتراک دی.

که څه هم ښاغلي فهیم د راتلونکي زعامت لپاره یو لومړیتوب د سولې راوستل یاد کړل خو د سولې د عالي شورا غړي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف بیا وویل چې سوله له داسې ډلې سره چې، د هغه په باور، مزدوره ده نا ممکنه ده.

ښاغلي سیاف وویل: ‪»مونږ د سولې طرفداره یو، مونږ د حل غوښتونکي وو، منتهی په یوې خبرې باید پوه شو، ایا تاسې په تاریخ کې اورېدلي چې له مزدور سره دې مصالحه شوي وي«

ښاغلي سیاف د افغانستان تجزیه کوونکي خاینین وګنل او له تجزېې سره یې مخالفت وښود.

د تېر کال په څیر سږ کال یو وار بیا د کابل په ښار کې ډله ډله موټرې ګرځېدې چې د مجاهدینو د وخت بېرغ او د احمدشاه مسعود عکسونه یې لېږدول. په ځینو سیمو کې د نښتو خبرونه هم ورکړل شویدي.

په کابل کې د دوشنبې په ورځ د ژوندون په خصوصي تلویزیون هم حمله وشوه. دغه حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د مسعود د بنیاد مشر احمد ولي مسعود له دغسې خلکو څخه غوښتنه کړې وه چې په ښار کې دې له تګ را تګ نه ډډه وکړي.

د ولسمشر د فرمان له مخې هر کال د سنبلې اتلسمه د شهید د ورځې په توګه لمانځل کیږي.
XS
SM
MD
LG