د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې ومنله چې کیمیاوي وسلې یې ویجاړې شي


سوریه وايي چې د روسیې وړاندیز چې خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالو ته وسپاري مني.
سوریه وايي چې د روسیې وړاندیز چې خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالو ته وسپاري مني.
سوریې د روسیې هغه وړاندېز ومنی چې په ترڅ کې به یې د سوریې کیمیاوي وسلې د نړیوالې ټولنې لخوا کنټرول او ورسته به بیا ویجاړې شي.

د سوریې صدراعظم وائل نادر الحلقي وايي چې حکومت یې د روسیې وړاندیز د دې لپاره مني چې د سوریې د خلګو د وینې د تویدو مخه ونیول شي.

په عین وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس وايي چې فرانسه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د سوریې د کیمیاوي وسلو د کنټرول په اړه د پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي.

هغه ویلي دي چې په دغه مسودې کې په سوریې کې د اګست د میاشتې د ۲۱ نیټې بریدونه غندل شوي دي او غوښتنه شوې ده چې هغه کسان چې په دغه بریدونو کې یې لاس درلود باید د جنایاتو د نړیوالې محکمې لخوا ورته سزا ورکړل شي.

فرانسې دا خبره هم کړې ده چې د پریکړه لیک په مسودې کې دا هم په نظر کې نیول شوېده چې که چیري د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د هغه حکومت د روسیې د وړاندیز د عملي کیدو په برخې کې چټکه همکاري و نه کړي نو په خلاف به یې پوځي اقدام کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې روسیه د سوریې سره ګډ کار کوي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره یو مشخص پلان برابر کړي او ورسته به دغه پلان نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون هم د دغه نظر ملاټر اعلان کړ.


د روسیې وړاندیز پرمختګ ګنل کیدی شي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي د روسیې د وړاندیز د عملي کیدو په اړه شک لري. خو، ولسمشر اوباما دا هم زیاتوي چې د روسیې پلان، د سوریې د کرکیچ په اړه پرمختګ ګنل کیدای شي.

ښاغلی اوباما وايي: «او، که چیري موږ د دغو دیپلوماتیکو هڅي نه ګټه واخلو او داسې فورمول جوړ شي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو سره د چلند پخاطر نړیوالې ټولنې ته د غور وړ، او د اجرا وړ میکانیزم په لاس ورکړي، نو زه یې په بشپړه توګه طرفدار یم. خو، موږ باید [د دغه پلان] جزییات وګورو. او زه فکر کوم، چې دغه معقوله ده چې دا ومنو چې موږ به دغه پرمختګ نه وای کړی که چیرې د کیمیاوي وسلو د استعمال په خلاف د نړیوالو نورمونو د عملي کولو لپاره د اعتبار وړ پوځي اقدام ګواښ موجود نه وای.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په لندن کې ناڅاپه دا خبره وکړه چې که چیري سوریه خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالې ټولنې ته وسپارې نو د برید د نه کیدو امکان شته.

ښاغلي کېري وویل: «یقینا، هغه کولای شي چې په راتلونکي اوونۍ کې خپلې ټولې کیمیاوي وسلې نړیوالې ټولنې ته وسپاري. د ځنډ پرته، ټولې [کیمیاوي وسلې] ورکړي او د بشپړ حساب و کتاب اجازه ورکړي. خو هغه به دغه کار و نه کړي او ښکاره ده چې د دغه کار امکان هم نشته.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه څرګندونو روسیې ته فرصت مساعد کړ. روسیې اعلان وکړ چې مسکو په دمشق باندې فشار اچوي چې نړیواله ټولنه پریږدي چې وسلې یې لومړی کنټرول او بیا له منځه یوشي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، ولید المعلم، چې د اعلان په وخت کې په مسکو کې و، د روسیې دغه وړاندیز ومانه.

ښاغلي المعلم وویل: «د وزیر لاوروف سره نن سهار په خبرو کې، هغه د کیمیاوي وسلو په اړه دغه وړاندیز وکړ، ما نن مازدیګر هم د هغه خبرو ته په دقت سره غوږ ونیوی. زه اعلان کوم چې سوریه د روسې د وړاندیز هرکلی کوي، د سوریې د خلګو په خاطر، د خپل هیواد د امنیت پخاطر او په دې خاطر چې موږ د روسیې د مشرانو په حکمت باندې باور لرو چې غواړي زموږ د خلګو خلاف د امریکا د تېري مخه ونیسي.»


اوباما به دامریکا ولس ته وینا وکړي.

د دوشنبې په ورځ، ښاغلی اوباما دا ومنله چې اکثریت امریکایان نه غواړي چې امریکا دې د سوریې خلاف پوځي اقدام وکړي. خو هغه دا هم زیاته کړه چې فکر کوي چې دغه د امریکا د ملي امنیت موضوع ده چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په خلاف نړیوال بندیزونه باید په ځای پاته شي.

د امریکا په سنا په مجلس کې اکثریت مشر هیري ریډ د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې دوی به د روسیې وړاندیز ته وخت ورکړي او په سنا کې به په سوریې باندې د برید د لایحې په سر رایه ګیري و نه کړي. مخکې تمه کیدله چې د امریکا سنا به د چهارشنبې په ورځ په سوریې باندې د امریکا د ممکنه برید باندې رایه اچونه پیل کړي.

خو ښاغلي اوباما اوس هم پلان لري چې د سې شنبې په ورځ د کانګرس د غړو سره وګوري او د سې شنبې په ماښام به هغه په تلویزون باندې د امریکا ولس ته د سوریې په اړه وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG