د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اتل شو


Afghan soccer team
Afghan soccer team
افغانستان د جنوبي آسیا د فوټبال د فدارسیون د 2013 سیالیو په وروستۍ لوبې کښې هند ته د صفر په مقابل کی په دوه گوله ماتې ورکړه او ددې سیالیو اتل شو.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وکړای شو په روانیو سیالیو کې خپلې ټولې سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي او یوازې د مالدیف سره یې لوبه په مساوي شکل پای ته ورسیده.

د افغان لوبډلې لپاره لومړی ګول مصطفی آزادزوی د لوبې په نهمه دقیقه کښې وواهه او پدې سره یې د خپلو ملګرو لوبغاړو مورال څو چنده ورزیات کړ. تر هغې وروسته هند څو ځله هڅه وکړه چې لوبه په مساوي کړي خو د لوبې په لومړنۍ نیمایي کې ناهیلي پاتې شول او افغانستان د یو ګول په لرلو سره مخکښ ؤ.

د لوبې په دویمې نیمایي کې بیا هم هندي لوبډلې د ګول وهلو کوښښ وکړ او هڅه یې کوله چې لوبه مساوي کړي خو په 62 دقیقه کې د افغانستان د فوټبال بل تکړه لوبغاړي سنجر احمدي د خپلې لوبډلې لپاره دویم ګول هم وواهه او پدې سره یې د 2013 سیالیو اتلولي د افغانستان لپاره بیخي یقیني کړه.

د یادونې وړ ده چې په سل ګونه افغانان د لوبې په میدان کښې د افغانستان د ملي بیرق سره لیدل کیدل چې د خپلو لوبغاړو د تشویق لپاره یې د خوښۍ نعرې وهلې.
د افغانستان د پوهنې او مالیې د وزیرانو تر څنګ د پارلیمان څو تنه غړي هم د لوبډلې د تشویق لپاره نیپال ته تللی وو.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د فوټبال ګول کیپر مسعود فقیریار ته د
" ټولو نه د زیات ارزښت لرونکي" لوبغاړي لقب ورکړل شو چې په روانو سیالیو کې یې څو ځله هیواد ته بری ور په برخه کړ.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG