د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان مسله کورنۍ که نړۍ واله ده؟

  • نسېم ستانېزى

په لندن کې دېره، دافغانستان سېاسی تحلیل کوونکی ډاکټر سعېدي وايي چې دافغانستان مسله نړېوال اړخونه لري او ېوازې کورنۍ مسله نده.

داسوشیټید پرېس خبري اژانس د چارشنبې په ورځ و لېکل چی د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امرېکا سفیر خپل حضور ته ورغوښتی و چې دافغانستان او پاکستان لپاره دامرېکا دخاص استاځي جېمز ډابنز په خبرو باندې، چې وايي افغانستان په کورني جنگ کې ښکېل دی،اعتراض وکړي.

د ښاغلي کرزي نطاق اېمل فیضی په دې خبرو ډېر مخکې انتقاد کړی و، هغه استدلال کړی و چې که ډابنز رېښتېا وايي، نو ددې معنی به دا وي چې امرېکا د افغانستان په کورنۍ جګړې کې ښکېله ده، نه دا چې په دې هېواد کې له ترهگرۍ سره جگړه کوي.

XS
SM
MD
LG