د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:انتخابات د سولې او امنیت لپاره یواځینۍ لار ده


ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د ځوانانو غونډې ته د وینا پر مهال
ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د ځوانانو غونډې ته د وینا پر مهال
ولسمشر حامد کرزی وایي انتخابات د افغانستان د سولې ، ولسواکۍ او امنیت د ستنو د ټینګولو یواځنۍ لار ده نو ځکه خو یی په دایرولو کی شک نه لرو.

ولسمشر وایی په سمه او عادلانه توګه د انتخاباتو دایرولو لپاره به پراخه ونډه واخلی ځکه د ټاکنو کامیابه تر سره کیدل به د هغه لپاره د هغه په وینا د نیک نامی او کامیابۍ سبب وي.

" زما لپاره به تر ټولو لوی افتخار دا وي چې دا انتخابات وشي او نوی رئیس جمهور وټاکل شي او که دا انتخابات نیک او ښه وشط او تاسو د خپلی رایې قدر ووینئ نو زه کامیابه یم او که خدای ناخواسته انتخابات کامیابه نه ول او تقلب پکې وشو یا اتهام د تقلب وشو او چا یې ځواب نه درلود نو دا به زما ناکامي وي په ښو انتخاباتو کی زما کامیابی ده ، زه به سبا نیکنامه په خپل کور کې ناست یم نو زموږ د ټولو کوښښ به دا وي چې انتخابات سم ، با عزته او سراسري وشي "

افغان ولسمشر حامد کرزي چی د ملی مسایلو په هکله یی له افغان ځواناو سره لیدنه کوله ، د ملت سره یې دا ژمنه هم وکړه چې په ټاکنو کی به لاس وهنه نکوي. او د دې تر څنګ یې دا هم په کلکه وویل چی بهرنیو مداخلو ته به هم اجازه نه ورکوی او لکه سور اور به ورته ولاړ وي .

" زه به د کاندیدانو په انتخاباتو کط تر یوی مرحلې پورې هرو مرو دخیل یم خو تر هغه ورځې چې ثبت نام خلاصیږي او کله چی کاندیدان تثبیت شول نو زما لاره بنده وي. صرف د رایو په ورځ به خپل کاندید ته رایه ورکړم نور به په ټاکنو کې مطلق بې طرفه او لاس تړلی یم خو د امنیت په چارو کې د زمینه سازۍ په چارو کې او د پردو د مداخلې د ممانعت په چارو کې به مې ږغ ډیر قوي وي. پنځه کاله دمخه مې خوله بنده وه ځکه خپله کاندید وم خو نن مې خوله بنده نده سور اور به یم. "

امنیتي تړون:

افغان ولسمشر له امریکې سره د امنیتی تړون په برخې کې وویل د لاسلیک لپآره یې په دقیق ډول غور کوي.
هغه وايي د دغه تړون لپاره پخپلو ځانګړو شرایطو ټینګ ولاړ دی او د لاسلیک لپاره یی هیڅ راز بیړه نه لري.
ولسمشر وایی د هغه تړون لاسلیک نه مني چې د امریکاییانو ګټې خوندي وي خو په افغانستان کی امنیت نه وي .

" هغه پيمان چی په وسیله یی په افغانستان کی د امریکی اډې وي خو په افغانستان کی امنیت نه وي دا مو قبول ندی. او دا مو امریکې ته هم ویلي چې که اډې راڅخه غواړئ باید امنیت را ولئ. داسې نشي کیدای چې ستا په اډو کې امنیت وي او موږ بیرون په اور کې سوځو. دا نه منو ! امنیت او سوله سره تړلي دي .اول شرط مو امنیت دی که د افغانستان ملت کله هم امنیتي پیمان ته رایه ورکوله نو د امنیت لپاره به یې ورکوي "

په مدرنه وسلو د ملي اردو سمبالول ، د افغانستان د اقتصادي ستنو پیاوړي کول او د افغانستان د ملي حاکمیت احترام او د افغانانو د کورونو ، دین او فرهنګ احترام هغه نورې غوښتنې دي چې ښاغلی کرزی یې بیا او په وار وار تکراروي. په ټوله کې د هیواد ولسمشر دا ځل په ډاګه وايي چی د امنیت تړون په لاسلیک کولو سره به یې امریکاییان په هیواد کې د یو کرایه دار حیثیت ولري او بس.

ښاغلی کرزی دا هم وایي که امریکایان او لویدیځ انډیوالان یې دا وغواړي نو هرو مرو یی تر سره کولای هم شي.

د سولې لپاره هلې ځلې:

له بلې خوا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په هیواد کې به د سولی لپاره تر خپل وسې هڅې وکړي او ډاډمن دی چې دا سوله به یې ژر هیواد ته راشي خو په دغه لار کې خپل د دولت له مخالفې ډلې یانې طالبانو نه غواړي چې نور دې د پردیو په وعدو نه غولیږي .

" د طالبانو په مشرانو غږ کوم چې په خپله په کراچۍ ، کوټه او اسلام اباد کې په امنو کورو کی ناست یې، په دی هم خبر یم چې له کومو خارجیانو سره په اسلام اباد کې مجلسونه کوې او دوبۍ او نورو ځایونو ته سفرونه کوې خو د دې خاورې عام بچی او مسکین، در په دره د کلي سړي افغانستان ته د خپلې خاورې په خلاف او مرګ ته رالیږې."

" دا مه کوه ! په هغه سړي چې د افغانستان ورانیدو او مرګ ته یی رالیږې خوا مو بدیږی. خدی دی دا ورځ ژر راولي چې د طالبانو مشران پوه شي. د عامو طالبانو نه ګیله نه لرم هغوي په یوې عقیدې را روان دي، ګیله مې له هغو ده چې دغه ځوانان د پردیو لپاره استعمالوي، پدوي باندې بیا غږ کوم چې د خپلې خاورې بچیان بربادۍ او بدبختۍ ته مه رالیږئ."

ولسمشر کرزي له افغان ځوانانو سره په خپلې نننۍ ناستې کې د هغوي سیمه ییزی ستونزی هم واوریدې او د حل لپآره یی ژمنې هم وکړې.

کرزی د ځوانانو غونډې ته وینا وکړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG