د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندوز ولایت د ټاکنو د کمیسیون مشر وواژه


نن سهار شاوخوا نهه نیمی بجی څو تنو ناپيژاندو کسانو د کندوز په مرکز د ګندم بازار په سیمه کې انجنیر محمد امان په ګولیو وویشت.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبادالله تلوار اشنا راډیو ته وویل چې د کندوز ولایت د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون رئیس انجنیر امان الله امان خپل دفتر ته په لاره د ناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شو.

سمونوال عبادالله تلوار وویل چې په دغه بریدکې ښآغلی امان الله امان ټپي شو چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.

د تلوارپه وینا تر دې دمه په دغه تور هیڅوک ندي نیول شوي .خو څیړنې لا دوام لري .
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تویتری پيغام کی د کندز د ټآکنو رییس وژلو مسوولیت په غاړه اخستی دی.

د ټآکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د امان الله امان وژنه غمجنه پیښه وبلله او له امنیتي ځواکونو نه یې وغوښټل چې ژر تر ژره دې په دی اړه شوي پلټني له دغه کمیسیون سره شریکې کړي.

همدا شان نور له امنیتی ځواکونو نه وغوښتل چې د ټاکنو د امنیت ساتلو لپآره دی هڅی زیاتی کړي او دټآکنیزو مراکزو د کارکونکو او هغو کسانو امنیت دی وساتې چې دغو مراکزو ته ورځي .

د ټاکنو په دې پړاو کې دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لمړنی چارواکی دی چې وژل شوی دی.

ښاغلیي امان په تیرو ټاکنو کې هم په کندز او د بدخشان په ولایتونو کې د ټاکنو د سیمه ییزو دفترونو د مشر پّه توګه دنده تر سره کړې وه.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG