د لاس رسي وړ اتصالات

افغان طالب مشران بیرته څرگندیدل غواړي.سمیع یوسفزی


پاکستان شخصي تلویزون جیو تیره اوونۍ د افغان طالبانو د یو مشر ملاحسن رحماني سره مرکه خپره کړه چې هغې کې ملا رحمانی په اردو ژبه خبرې کولې او د طالبانو دریځ ېې بیانوو
د امریکا غږ آشنا راډیو همکارې زیبا خادم د دې مرکې د کره توب او ارزښت په اړه د نیوز ویک د مجلې د خبریال سمیع یوسفزي سره مرکه کړیده.

په دې مرکه کې سیمع یو سفزی وايی چې دغه مرکه چې د پاکستان د اردو ورځپاڼې جنگ خبریال نذیر لغاري د ملاحسن رحماني سره کړیده .دا د پاکستان په کراچۍ ښار کې کوم ځای ثبت شویده. په مرکه کې ملاحسن په ضعیفه اردو ژبه خبرې کوي او مرکه کې معلومیږي چې د هغه د پښې تکلیف اوس هم شته

سمیع یوسفزی وايي چې دی د ملاحسن سره د پخوانه بلد دی او د نیزدې نه ېې لیدلی نو ځکه ویلې شي چې مرکه کې ښودل شوی شخص ملاحسن دی. سمیع یوسفزي دا هم ویلي چې ملاحسن رحماني د طالبانو د شورا اهم غړی او د قندهار والي و
یاده دې وي چې دې مرکه کې ملا حسن رحماني ویلي چې طالبان افغانستان کې د نجونو د سواد ذدکړې سره مشکل نه لري او حاضر دي چې ښځو ته تعلیم حق ورکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:15:35 0:00
مستقیمه لیکه


همداراز ملاحسن د نړیوالو نه وغوښتل چې راسا د طالبانو سره مذکرات وکړي
د سمیع یوسفزی سره د زیبا خادم مرکه کې نور جزیات اوریدی شئ..
XS
SM
MD
LG