د لاس رسي وړ اتصالات

د کای ایدی سره د امریکا غږ ځانگړې مرکه


د امریکا غږ سره په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د پخواني استازی کای ایدی ځانگړې مرکه

د امریکا غږ سره په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د پخواني استازی کای ایدی ځانگړې مرکه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی ځانگړی استازی کای ایدی وایي اوس د افغاني ټولنې زیاته برخه ځوانان دي چې په ټولنه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي. دوی د هغو مشرانو پلوي کوي چې ټولنیز اصلاحات پلي کولای شي.

ښاغلی کای ایدی د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې زیاتوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه یې داسې آوازې اوریدلي دي چې یو شمیر پخوانیو جنگسالارانو هم ځانونه نوماند کړي دي.

هغه وایي څه شئ چې ورته اهمیت لري هغه د هغو اصلاحاتو چټکوالی او دوام دی چې په دې تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې شوي دي.

د نوموړي په اند په دې نوښتونو او اصلاحاتو کې ښوونه او روزنه، د رسنیو انقلاب، انټرنیټ او نور شامل دي.

ښاغلی کای ایدی چې اوس د واشنگټن ډي سي په بروکینگ انسټیټیوټ کې د څېړونکي په توگه کار کوي وایي، د همدغو هدفونو د لاس ته راوړلو په برکت به افغاني ټولنه نوره هم عصري او اصلاح شي.

د ملگرو ملتونو د پخواني ځانگړي استازي سره د امریکا غږ همکار ابراهیم ناسر مرکه کړې چې مهم ټکي یې تاسې دلته کتلی او اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG