د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه:دسوریې مخالفینو کیماوي وسلې استعمال کړي


د ملګرو ملتونو هغه ډله چې په سوریې کې د کیماوي وسلو د استعمال په اړه څیړنې کوي

د ملګرو ملتونو هغه ډله چې په سوریې کې د کیماوي وسلو د استعمال په اړه څیړنې کوي

د روسېې خبري اژانسونو د دغه ملک د خارجه وزارت د مرستېال سرگي رېباکوف له قوله د چارشنبی په ورځ رپوټ ورکړ چې د سی شنبی په ورځ په دمشق کی د سورېې دخارجه چارو وزېر ولېد معلم ورته په دې اړه شواهد ورکړل. ټاکل شوېده چې د روسېې د خارجه وزارت مرستېال نن په دمشق کی د جمهور رئیس بشار الاسد سره هم وگوري.

امرېکا او لوېدېځو ملگرو ېې د سورېې د رژېم پر ځواکونو باندی د اگست په ٢١ پرملکي وگړو باندی د کېمېاوي وسلو د استعمالولوتورلگولی او وایي کوم رپوټ چې د ملگرو ملتونو مفتشانو په روانه اوونۍ کی خپورکړ په ښکاره توگه په کی ښودل شوي دي چې د سورېې د رژېم ځواکونه ددغې حملې ذمه واري پر غاړه لري.

خو رېباکوف ووېل چې روسېه دملگرو ملتونو د رپوټ له امله ماېوسه شوې ده . نوموړي زېاته کړله چې د مفتشانو رپوټ نېمگړې دئ او دهغه په وېنا دسېاسي مقاصدو لپاره په کې په ېو طرفه ډول قضاوت شوی دی.

د رپوټ په باب د اختلاف نظر باوجود، روسېې، چېن او د امنېت د شورا درېو نورو داېمي غړو امرېکا، فرانسې او برېتانېې، موافقه کړېده چې د سورېې د کېمېاوي وسلو د ختمولو په خاطر دې ېو گډه پرېکړه صادره کړي.

د امنېت د شورا د داېمي غړو دېپلوماتان نن دچهارشنبی په ورځ بېا ېوه غونډه جوړوي او په دې اړه به په ېوې پرېکړې باندی سره وغږېږي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د سی شنبی په ورځ د عمومي اسامبلې آته شپېتمې غونډې ته په خپله آفتتاحي وېنا کی د سورېې د شخړې په باب ووېل:

"مېرمنو او آقاېانو، بی له شکه چې د سورېې بحران تر ټولو غټ بحران دئ چې نړېواله ټولنه ورسره مخامخ شوې ده او شاېد چې د عمومي آسمبلئ په غونډو کی به ورته په وېناگانو کی زېاته پاملرنه وش‍ي او مناسبه هم ده زېاته توجه ورته وشي.دا آسمبلۍ ېو رول لري او د سورېې د ولس د کړاونو د ختمولو لپاره غږ پورته کولاېې شي."

د رپوټ په باب د آختلاف نظر باوجود، روسېې، چېن او دآمنېت د شورا درېو نورو داېمي غړو،آمرېکا، فرانسې او برېتانېې، موافقه کړې ده چې د سورېې د کېمېاوي وسلو د ختمولو په خاطر ېو گډه پرېکړه صادر کړي.

د آمنېت د شورا د داېمي غړو دېپلوماتان نن دچهارشنبی په ورځ بېا ېوه غونډه جوړوي او په دې اړه به په ېوې پرېکړې باندی سره وغږېږي.

د روسېې خارجه وزېر سرگي لاوروف په روسې ژبه داسې ووېل:

" مونږ د آگستټ د ٢١ پېښې په باب ېو بی پرې، معقول او مسلکي تفتېش غواړو. مونږ ېو لړ ډېر جدي ډلاېل لرو چې دغه حمله مخالفانو ددې لپاره چې نړېواله ټولنه راوپاروي کړې وه.خو زمونږ ځني آنډېوالان په دې خبره باندی کلک ولاړ دي چې د کېمېاوي وسلو حمله ېواځې د رژېم د ځواکونو کار و. کله چې په پوښتنه کی ورته اشاره وشوله ، اصل واقعېت باېد راښکاره کړې شي."

دغړو ترمنځ تر ټولوزېات آختلاف په دې باب موجود دي چې د ملگرو ملتونو د پرېکړو دعملی کولو لپاره د سورېې پر ضد پوځي گواښ خبره په پرېکړه کی شامله شي او که نه . روسېه او چېن دواړه ورسره کلک مخالفت لري
XS
SM
MD
LG