د لاس رسي وړ اتصالات

بشارالاسد: د کیمیاوي وسلو ویجاړولو ته ژمن یو


د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د امریکایي خبرې شبکې فاکس نیوز سره په ځانگړي مرکه کې ښاغلي اسد د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د شوي موافقې په اساس د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو ژمنه تکرار کړه.

د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد وایي د خپلو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو ته ژمن دی. خو، هغه دا خبره اوس هم ردوي چې د کیمیاوي وسلو هغه برید د ده ځواکونو کړی و چې سلگونه کسان پکښې ووژل شول.

ښاغلي اسد وویل: «دغه کار پیسو ته اړتیا لري، تقریباً یو میلیارد ډالر لگیږي. چاپیریال ته ډیر بد زیان رسوي. که یې د امریکا حکومت مصرف په غاړه اخلي، او ددې مسؤلیت هم اخلي چې دغه زهرجن مضره مواد متحده ایالاتو ته یوسي، دوی دې دا کار وکړي.»

د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې د بې وسلې کولو په پلان باندې، چې په ترڅ کې به یې د اسد رژیم د شنبې تر څو ورځې د خپلو کیمیاوي وسلو معلومات په ډاگه کړې، بحث روان دی.

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن وایي د امنیت شورا په پریکړه لیک کې باید د پوځي اقدام امکان رد نه سي.

ښاغلي راسموسن وویل: «زه فکر کوم د دیپلوماتیک او سیاسي فشار د اغیزمنتیا د پاره، د پوځي برید لار باید خلاصه پرېښودل سي. فکر کوم، د امنیت د شورا پریکړه لیک که هر ډول وي، نظامي لار به همداسي خلاصه وي.»

د امنیت په شورا کې روسیه په پریکړه لیک کې د سوریې خلاف د پوځي برید له مادې سره مخالفت کوي.

بلخوا د امریکا د دفاع دوو پخوانیو وزیرانو د سوریې په اړه د جمهور رئیس اوباما په پالیسيو انتقاد وکړ.

لیون پنیتا وویل کله چې د پوځي برید تصمیم ونیول سي، د عملي کولو مسؤلیت هم د اعلی قوماندان په غاړه وي.

ښاغلي پنیتا وویل: «زما په نظر کله چې جمهور رئیس تصمیم ونیو، چې باید د اسد پر ضد مشخص برید وشي، نو باید دا کار شوی وای، نړی ته باید ښودل شوي وای چې موږ پر خپله خبر دریږو. او خپلې ژمنې نه ماتوو.»

د دفاع وزیر رابرټ گیټس وایي د اوباما حکومت باید د اسد له مخالفانو سره مرسته وکړې. هغه وویل: «زما په نطر موږ باید د اپوزیسیون، یا یاغیانو له مشخصو ډلو سره مرسته وکړو، زه دا نه وایم چې د دافع وسلې ورکړی، خو ځمکنۍ درنې وسلې باید ورکړو.»

د متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي چې د اسد پر ضد نړیوال ائتلاف قوي شي.
XS
SM
MD
LG