د لاس رسي وړ اتصالات

په کېنیا کې د بریدګرو خلاف عملیات روان دي


د کېنیا امنیتي ځواکونو د نایروبي په یو مارکیټ کې بریدګر محاصره کړې دي.

د کېنیا امنیتي ځواکونو د نایروبي په یو مارکیټ کې بریدګر محاصره کړې دي.

په کېنیا کې چارواکي وايي چې د وسله والو د نیولو او د برمته شوو کسانو د خوشي کولو لپاره اوس هم عملیات روان دي.

د ورستیو شمیرو په اساس، په پیښې کې ۵۹ کسان وژل شوي او شاووخوا ۱۷۵ نور ټپیان شوي دي.

نښتې پرون هغه مهال پیل شوي چې وسله والو د کینیا د مرکز نایروبي د ویست ګیټ په مارکیټ برید وکړ او یو شمیر کسان یې یرغمل ونیول.

امنیتي ځواکونو برید کوونکي د مارکیټ په یوې سیمې کې محاصره کړې دي. چارواکي وايي چې د برید کوونکو شمیر د ۱۰ نه تر ۱۵ کسانو پورې دی، خو دوی دا هم وايي چې دا معلومه نه ده چې برید کوونکو څومره کسان د ځانو سره برمته کړي دي.

د وسله والو لخوا د نایروبي په دغه مارکیټ باندې برید بیا د کېنیا په خلګو کې ویره پیدا کړې او تکان یې ورکړی دی.

د نایروبي یو اوسیدونکی، ایریک اوموندي وايي: «تر اوسه خو موږ ته د مړو او ټپیان دقیقه شمیره نه ده معلومه، خو څه چې زه ویلای شم هغه دا دی چې موږ نه پوهیږو چې په حقیقت کې څه روان دي.»

روغتیایي کارکوونکي وايي چې تراوسه په پیښې کې ۵۹ کسان وژل شوي او شاووخوا ۱۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د روغتون یوه کارکوونکې، بامرا سوریندر وايي: «دغه یوه ډیره غمجنه ورځ ده د کېنیا د خلګو لپاره ، ډیره غمجنه ورځ ده، موږ د دغه فکر هم نه شو کولای. موږ باور نه کاوه چې دغسې پیښه دې وشي.»


د کېنیا د حکومت دریځ

د کېنیا د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې تر زرو نه یې ډیر کسان د مارکیټ نه ایستلي دي. هغه دا هم زیاته کړې ده چې وضعیت ډیر جدي دی.

د کېنیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف اولي لینکوو وویل: «د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د کېنیا خلګو ژمنه کړې ده، ځینو یې ویلي دي چې دوی به [د ټپيانو] لپاره د هرې لارې چې وي وینه واستوي. او یو ډیر شمیر خلګ روغتونونو ته د وینو د ورکولو لپاره راغلي دي. دغه د واحد ولس په حیث زموږ عزم لا پوخ کړی دی. موږ به له هرې لارې نه چې وي د خپل هیواد امنیت وساتو. موږ به د جنایتکاران خلاف چې دغه کار یې کړی دی د پوره قوت نه کار واخلو.»

د کېنیا ولسمشر اوهورو کنیاتا د کېنیا ملت ته په وینا کې وویل چې هغه کسان چې په دغه پيښې کې ښکیل دي عدالت ته به حاضر کړل شي.

ښاغلي کنیاتا وویل: «پریږدی چې دغه تاسو ته واضح کړم، موږ د [دغه عمل] مرتکیبین تعقیبوو او هر چېري چې ولاړ شي موږ به یې ونیسو او موږ به دوی ته د د دوی د ناروا عمل پخاطر سزا ورکړو.»

خو د کېنیا ولسمشر دا خبره هم کړې ده چې په خیریت سره د یرغمل شوو کسانو خوشي کول ورته لومړیتوب لري.

د دغه برید مسولیت د سومالیې د الشباب ډلې په غاړه اخیستی دی. دغې ډلې ویلي دي چې دغه کار یې د دې لپاره کړی دی چې د کېنیا نه، په سومالیې کې د پوځي ښکلتیا، غچ واخلي.

د الشباب د ډلې یوه ویاند په یوه صوتي پیغام کې ویلي دي چې (یا دې د کېنیا پوځ د سومالیې نه ووځي او یا به هم د دغسې نورو بریدونو سره مخ شي.

کېنیا د دوو کلنو راهیسې د افریقايي اتحادیې د ځواکونو سره یو ځای په سومالیې کې د الشباب د ډلې په خلاف جګړه کوي. کېنیا د الشباب په ضد عملیات د دې لپاره پیل کړل چې د دغې ډلې غړي د سومالیې نه کېنیا ته تلل او هلته یې بریدونه کول.
XS
SM
MD
LG