د لاس رسي وړ اتصالات

دکېنیا په مارکیټ کې تصفیوي عملیات او نښتې رواني دي


د نایروبي د ویسټ ګیټ په مارکیټ کې د سې شنبې په ورځ هم د خال خال ډزو او چاودنو آوازونه اوریدل کیدل.

د نایروبي د ویسټ ګیټ په مارکیټ کې د سې شنبې په ورځ هم د خال خال ډزو او چاودنو آوازونه اوریدل کیدل.

د کېنیا امنیتي ځواکونه وايي چې دوی اوس هم د نایروبي د ویست ګیټ په مارکیټ کې په تصفیوي عملیاتو بوخت دي. په دغه مارکیټ کې د سې شنبې په ورځ هم د خال خال ډزو او چاودنو آوازونه اوریدل کیدل.

خو د سومالیې د الشباب ډله، چې د نایروبي د ویسټ ګیټ په مارکیټ باندې د برید ادعا کوي، د ټویټر له لارې ویلي دي چې وسله وال کسان یې اوس هم په مارکیټ کې دي او یرغمل شوي کسان ورسره دي.

د کېنیا حکومت د الشباب د ډلې دغه ادعاوي تبلیغات بللی او رد کړې یې دي.

د کېنیا د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونه پوړ په پوړ د مارکیټ ودانۍ تلاشي کوي تر څو دا معلومه کړي چې په ودانۍ کې خو به څوک پاته نه وي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د کېنیا د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې درې وسله وال وژل شوي دي. چارواکي دا هم وايي چې دوی لږترلږه ۱۰ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

د امریکايي تلویزون PBS سره په مرکې کې د کېنیا د بهرنیو چارو وزیرې امینه محمد وویل چې برید کوونکي د بیلابیلو هیوادونو خلګ وو چې پکښې امریکايي او بریتانیایي اتباع هم شامل وو:

د کېنیا د بهرنیو چارو وزیره وايي: «زموږ د معلوماتو په اساس، امریکایان ځوانان وو. دوی د ۱۸ تر ۱۹ کلنو پورې عمر درلودی او سومالیې الاصله یا هم عرب امریکایان وو، تر کومه چې موږ پوهیږو دوی د امریکا د منېسوټا په ایالت او [په امریکا کې] یو بل ځای کې ژوند کاوه. نو اساسا، موږ چې کومه جګړه کوو هغه نړیواله بڼه لري.»

امینه محمد دا هم زیاته کړه چې په نایروبي کې برید یو داسې ګواښ دی چې دا ښيي چې باید په نړیواله کچه د دغسې حالاتو سره د مقابلې لپاره همکارۍ وشي.

اغلې محمد زیاته کړه: «زه فکر کوم چې موږ دې ته اړتیا لرو چې لا ډیر خبر شو، او د دغسې حالاتو سره د مقابلې لپاره لا ډیر تیار وشو او موږ باید تل د [تروریستانو] نه مخکې و اوسو.»

د شنبې په ورځ د کینیا په مرکز نایروبي کې وسله وال په یو مارکیټ برید وکړ او یو شمیر کسان یې یرغمل ونیول. د سره صلیب کمیټه وايي چې په پیښې کې ۶۹ کسان وژل شوي دي.

په برید کې یو شمیر بهرنیان هم وژل شوي دي. د برید مسولیت د سومالیې د الشباب ډلې په غاړه اخیستی دی.


د کېنیا دریځ او نړیوال عکس العملونه

د کېنیا ولسمشر ښاغلي کنیاتا ژمنه کړې ده چې د تروریزم په خلاف به کلکه مبارزه کوي، هغه دا هم ویلي دي چې د برید عاملین ته به سزا ورکړي.

د سومالیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس کي غوښتنه کړې ده چې د سومالیې د الشباب د ډلې خلاف په جګړې کې دې هڅې زیاتې شي.

ښاغلي کي په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې په سومالیې کې د الشباب په اړه د ملګرو ملتونو او د هغه دریځ دا دی چې د دغه ډلې په خلاف فعالیتونو ته باید زور ورکړل شي. هغه دا هم زیاته کړې ده چې هڅې باید پوځي وي خو په سیاسي برخې کې هم فعالیتونه باید زیات شي.

د امریکا ولسمشر چې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې هغه شخصا د کېنیا ولسمشر ته د خواخوږی پيغام استولی دی.

ښاغلي اوباماوویل: «موږ به د دوی سره هرډول مرسته چې ورته ضرورت لري وکړو او موږ په دې باور لرو، چې په کېنیا کې ، چې د شرقي افریقا د ثبات ستن ګنل کیږي، حالت بیرته عادي شي. خو زه فکر کوم چې دغه دا هم څرګندوي چې موږ، په نړیواله ټولنې کې، تر کوم حده باید د دغسې بې مانا تشدد په مقابل کې، چې دغسې ډلې یې کوي، ودریږو. او امریکا د افریقايي هیوادونو او د نړۍ د نورو هیوادونو سره ګډ کار کوي چې دغسې خرابکاره شبکې له مینځه یوسي.»

په کېنیا کې دغه برید نړیوال عکس العملونه هم راپارولي دي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه برید چې پکښې دوه استرالیایان هم وژل شوي دي غندلی دی. بل پلو ته د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلنټن هم په کېنیا کې برید غندلی دی. په دغه برید کې د هغه د بنیاد، چې په افریقا کې خیریه کارونه کوي، کارکوونکي هم وژل شوي دي.

بل پلو ته په هالند کې د هاګ د نړیوالو جنایاتو د محکمې یوې څارنوالې ویلي دي چې تیاره ده چې د کېنیا د حکومت سره ګډ کار وکړي تر څو هغه کسان چې د نایروبي په مارکیټ باندې یې په برید کې لاس درلودی عدالت ته حاضر کړل شي.
XS
SM
MD
LG