د لاس رسي وړ اتصالات

له کابل نه دوبۍ ته د مسافرو شمیر ډیر شوی دی


د صافي هوایي شرکت په دې وروستیو وختونو کی دوې نورې الوتکې هم کرایه کړي دي
د صافي هوایي شرکت په دې وروستیو وختونو کی دوې نورې الوتکې هم کرایه کړي دي
د تیر کال په پرته سږ کال په ورته موسم کې بهر ته د افغانانو په سفرونو کې پنځه ویشت فیصده زیاتوالی راغلی دی چی له امله یې د ټکټونو په قیمتونو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی.

خو دوبۍ نه کابل ته او د کابل نه دوبۍ ته د مسافرو په شمیر کې ډیر توپیر شته. له کابل څخه ډکې الوتکې دوبۍ ته ځي خو له هغې خوا بیا د مساپرو شمیر ډیر کم وي.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د رارسیدو سره د سوداګرۍ په برخې کې اندیښنې هم زیاتې شوې دي. داسې ګنګوسي هم اوریدل کیږي چې پانګه اچونکي خپلې سرمایې د افغانستان نه باسي. خو ځیني هوایي شرکتونه بیا په افغانستان کې نوره پانګه اچونه کوي. د بیلګې په ډول، د صافي هوایي شرکت په دې وروستیو وختونو کی دوې نورې الوتکې هم کرایه کړي دي.

په دې ورستیو وختونو کې خلګو شکایت کړی دی چې دوبۍ ته پروازونه کم شوي دي او د خلکو غوښتنې پوره کولای نه شي. له افغانستان څخه هره ورځ دوبۍ ته ۷ پروازنه کیږي او د هوایي شرکتونو د مسولینو په وینا د ورځې څه د پاسه زر تنه دوبۍ ته سفر کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې رئیس محمد قربان حقجو وايي: « دا چې د پانګونې او پروازونو د زیاتیدوسره په دې موسم کې چې په دوبۍ کې ګرمي هم زیاته ده ولې د ټکټونه پیدا کول هم یوه ستونزه ګرځیدلې ده.»

د هوایي شرکتونو مسولین په اروپایي او عربي هیوادونوکې د رخصتیو موسم او افغانستان ته د اختر د لمانځنې لپاره د خلګو بیرته ستنیدل د ټکټونو د نه پیدا کیدو لامل ښیي.

له کابل نه دوبۍ ته د مسافرو شمیر ډیر شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00
XS
SM
MD
LG