د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته تیار یو


د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په لومړۍ ورځ چې د سې شنبې په ورځ وشوه د ایران د اټومي پروګرام او د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه خبرې وشوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په لومړی ورځ د ټولو توجه د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وه. هغه په ملګرو ملتونو کې په خپلې لومړنۍ وینا کې د امریکا سره د اړیکو په اړه هیله مند ښکاریدی.

ښاغلي روحاني وویل: «موږ کولای شو چې د اختلافاتو د مدیریت په برخې کې په موافقې ته سره ورسیږو.»

خو د ایران ولسمشر یو ځل بیا د تهران دریځ، چې د ډیر وخت نه یې تغیر نه دی خوړلی، تکرار کړ. هغه وویل: «د [یورانیمو] د غني کولو د حق منل، او د هستوي انرژۍ مربوط د حقوقو منل، یوازنۍ لاره ده.»

د ایران ولسمشر ویلي چې ایران تیار دی چې د خپل اټومي پروګرام په اړه جدي خبرې اترې وکړي.

د روحاني د وینا نه مخکې، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپلې وینا کې د ایران د آټومي پروګرام د حلولو د دیپلوماتیکو لارو په اړه هیله څرګنده کړه.

ولسمشر اوباما وویل: «[دغه] موږ هڅولي یو. د ولسمشر روحاني ته د ایران ولس اختیار ورکړی چې مینځلاره [سیاست] تعقیب کړي. کیدای شي چې ډیر زیات مشکلات موجود وي خو زه پوره باور لرم چې د دیپلوماتیکي لارې باید وازمویل شي.»

امریکا ته د ایران د آټومي پروګرام د موضوع د اهمیت په اړه، د امریکا ولسمشر وویل چې د بهرنۍ پالیسۍ په برخې کې به د هغه حکومت په دوو مسایلو تمرکز وکړي.

ولسمشر اوباما وویل: «د ایران لخوا د اټومي وسلو جوړول او د عربانو او اسراییلو شخړه، که څه هم دغه موضوعات په سیمې کې د ټولو ستونزو عامل نه شی ګنل کیدای، خو دغه موضوعات بیا د ډیرې مودې لپاره په سیمې کې د بې ثباتي سرچینه ده او حلول به یې د سولې سره مرسته وکړي.»

خو اسراییل، چې د ایران د آټومي پروګرام په اړه تشویش لري، د ایران د ولسمشر وینا رد کړې ده. د اسراییلو د حکومت یو وزیر ویلي دي چې د ولسمشر روحاني په وینا کې نوی شی نه و. هغه دا هم زیاته کړې ده چې د ایران ولسمشر دا نه دې ویلي چې هیواد یې ژمن دی چې خپل اټومي پروګرام ختم کړي.

داسي تمه کیده چې د ایران او امریکا ولسمشران به د ملګروملتونو د عمومي غونډه کې سره وګوري، خو دغه کار و نه شو. امریکايي چارواکو ویلي دي چې ایرانیان دغسې کتنې ته تیار نه وو.

د سوریې کړکیچ

ولسمشر اوباما د سوریې د کرکیچ په اړه هم خبرې وکړي او یو ځل بیا یې د سوریې د کرکیچ په سیاسي حلارې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د روسیې او امریکا ترمنځ د سوریې د حکومت د کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو موافقه باید چې د سوریې کرکیچ ته د سیاسي حلارې د پیدا کولو هڅې ګړندی کړي.

بل پلو ته د اردن پاچا ملک عبدالله په سوریې کې د جګړې په اړه تشویش څرګند کړ. هغه د سوریې د مهاجرینو د مشکل یادونه وکړه. د سوریې نه یو میلیون کسان اردن ته مهاجر شوي دي.

د برازیل ولسمشرې دیلما روساف بیا په خپلې وینا کې پر امریکا باندې انتقاد وکړ. هغې وویل چې امریکا د هغې د حکومت دننه په مکالماتو څار او جاسوسي کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې به د بیلابیلو هیوادونو مشران خپلو ویناوو ته ادامه ورکړي، په عین وخت کې به د هیوادونو جګپوړي چارواکي هم د مهمو مسایلو او همداراز اختلافاتو په اړه د یو بل سره وګوري.
XS
SM
MD
LG