د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف او شیرزی د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان شول


د ولسی جرګې غړي عبدالرب رسول سیاف نن له خپلې دندې استعفا وکړه او وایي دا کار یې د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتو کی د ګډون په خاطر کړیدی .

" دا تصمیم مې د دغه ملت لپاره د خدمت او ایثار او فداکارۍ لپاره نیولی دی،زما لومړی مرستیال معلوم دی او هغه امیر صیب اسماعیل خان دی او دوهم مرستیال به می هم ژر معلوم شي .هیڅ شی د ټآکنو مخنیوی نشي کولی ځکه مونږ د قانوني اړخه د قدرت د انتقال لپآره بله لار نه لرو "

تمه ده چې ښاغلې سیاف به سبا د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د ولسمشرۍ لپاره خپل نوم ثبت کړي .

همدا رنګه د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي هم د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپآره نن ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړه.

ښاغلی شیرزی وایی ځوانانو او ولسونو هغه دیته اړ کړی چې د خپلواک کاندید په صفت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ودریږي.

یو بل خبر وایي د حزب اسلامي د رهبرۍ د شورا غړی قطب الدین هلال هم غواړي د خپلواک کاندید په توګه په ټآکنو کی ودریږي .

دا په داسی حال کی ده چی د ټآکنو د خپلواک کمیسیون د دارانشا مشر ضیا الحق امر خیل په وینا د نوم لیکنو بهیر هم په ښه توګه روان دی.
" د ولایتي شورا ګانو لپآره تر ننه پورې ۳۲۸۹ تنو معلومات پاڼې اخیستي دي چی ۳۱۳ تنه یې میرمنې دي. "

د ټاکنو کمیسیون وایي د کاندیدانو لپاره ېې د سهولتونو د را منځته کولو په لړ کې د اوونۍ هغه دوه ورځي چې د دغه کمیسیون د رخصتۍ ورځې دي، هغه یی هم په کاري ورځو اړولي دي .
د امر خیل په وینا د نوماندانو د نوم لیکنو بهیر به د راتلونکې یک شنبی په ورځ ختمه شي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG