د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس کې اختلافات دوام لري


چهارشنبه د یوشمیر فدرالي ادارو د تړل کیدو او د شاووخوا ۸۰۰ زرو امریکایانو د بیکاره کیدو دوهمه ورځ ده.

چهارشنبه د یوشمیر فدرالي ادارو د تړل کیدو او د شاووخوا ۸۰۰ زرو امریکایانو د بیکاره کیدو دوهمه ورځ ده.

د امریکا د یو شمیر فدرالي ادارو تړل کیدل د امریکا ولسمشر اوباما مجبور کړی چې مالیزیا او فیلپین ته خپل سفر لغوه کړي.

په پام کې وه چې ولسمشر اوباما ختیځو اسیايي هیوادونو ته په خپل سفر کې په دغو دوو هیوادونو کې تم شي.

اوس به د امریکا ولسمشر باراک اوباما د آسیا ارام سمندر د سیمې د اقتصادي همکاریو او د ختیځي اسیا د مشرانو په غونډو کې د ګډون لپاره اندونیزیا او برونای ته ولاړ شي.

چهارشنبه د یوشمیر فدرالي ادارو د تړل کیدو او د شاووخوا ۸۰۰ زرو امریکایانو د بیکاره کیدو دوهمه ورځ ده.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان په یو بل باندې د حکومتي ادارو د تړلو پړه اچوي.

په کانګرس کې د اختلاف موضوع د اوباما د صحي پاملرنې دی چې هدف یې هغه میلیونونو امریکایانو ته ارزانه صحي بیمه برابرول دي چې اوس صحي بیمه نه لري.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي غواړي چې مخکې له دې چې د نوي مالي کال بودجه تصویب شي، دغه پروګرام دې لغوه او یا هم وځنډول شي.

خو د امریکا ولسمشر بیا وايي چې د جمهوري غوښتونکو غوښتنې به و نه مني. ولسمشر اوباما وايي چې د صحي پروګرام په اړه لایحه مخکې لا په کانګرس کې تصویب شوې ده او د بودجې سره تړاو نه لري.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي: «زه به چا ته اجازه ور نه کړم چې د هغه موضوعاتو په راوسپړلو سره چې په انتخاباتو کې حل شوي دي او یا هم د خپلو ایدیالوژیکي غوښتنو په اساس د امریکا ښه نوم بد کړي.»

پر یو بل تورونه

د امریکا د ولسي جرګې رئیس په سنا باندې، چې دیموکراتان پکښې په اکثریت کې دي، د حکومتي ادارو د تړلو تور ولګاوه.

د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر وايي: «تیره شپه، دوی نه یوازې دا رد کړ بلکه د هر ډول خبرواترو د کیدو او د اختلافاتو حلول یې هم رد کړل. اساسي قانون خو دا واضح کوي چې که چیري د کانګرس دواړه مجلسونه اختلاف ولري نو موږ کولای شو چې سره کښینو، خبرې وکړو او موضوعات حل کړو.»

د چارو کارپوهان وايي چې که چیري د حکومتي ادارو بندیدل همدغسې دوام وکړي نو جمهوري غوښتونکي به خپل ځینې رایه ورکوونکي له لاسه ورکړي.

د پولېټیکو د خپرونې مسوله مدیره ریچل وان دونګین وايي: «د جمهوري غوښتونکو مشران، جان بینر او د هغه مرستیالان، په ۲۰۱۴ کال کې د ولسي جرګې د اکثریت د بایلولو نه تل تشویش درلودی او په حقیقت کې د ولسي جرګې د یو اقلیت لخوا د حکومتي ادارو تړل به دغه کار ته لا زور ورکړي. د ټي پارټي د ۳۰ نه نیولې بیا تر ۴۰ غړو پورې، په حقیقت کې، د حکومت د تړلو اصلي محرکین دي.»

د امریکایانو مخالفت

عادي امریکایان بیا په کانګرس کې د ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو نه تنګ دي.

انجنیر پاول سکر وايي: «زه به د خپلو سپمولو شوو پيسو نه کار واخلم، که چیري معاش را نه کړل شي. زه به د خپل کور قسط د سپمول شوو پیسو نه ورکړم. زما لور په پوهنتون کې ده، د هغې مصارف هم باید ورکړم.»

دیویډ پاپیرټ چې د امریکا د کار په وزارت کې کار کوي وايي چې د حکومتي ادارو بندیدل به خصوصي سکتور ته هم تاوان وکړي. هغه وايي: «د دې یوه برخه دا هم ده چې زه د مکډونالډ دوکان ته ځم او یو ډالر مصروفوم. یا زه د خپل کور د بیا جوړولو په پروژې پیسې نه مصرفوم. هر ډالر چې زه یې نه مصرفوم مانا یې دا ده چې کاروبارونه به پیسې و نه ګټې چې خپلو کارکونکو ته معاشات ورکړي.»

د امریکا د فدرالي حکومت د ادارو د تړلو سره ۸۰۰ زره کسان ته بې تنخواه رخصت ورکول شوی دی.

د چارو کارپوهان وايي چې په امریکا کې د فدرالي ادارو د تړولو د مودې غځیدل به مشکلات ډیر او اغیزې به یې زیاتې کړي.

د امریکا کانګرس باید په روانه میاشتې کې د امریکا د حکومت د پورونو د حد په اړه هم تصمیم ونیسي. دغه هم یو له هغو موضوعاتو نه ده چې دواړه ګوندونه د یو بل سره ورباندې اختلافات لري.

یو شمیر امریکایان بیا د فدرالي حکومت د ادارو د تړولو پړه په دواړو ګوندونو باندې اچوي. یوه نوي سروي چې د کونیپیاک د پوهنتون لخوا د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده ښيي چې ۷۲ فیصده امریکايي رایه ورکونکي د فدرالي حکومت د ادارو د تړولو سره مخالفت لري.
XS
SM
MD
LG