د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته سبا وروستی گام اخلي


afghan cricket
afghan cricket
افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته سبا وروستی گام اخلي

د جمعې په ورځ د کینیا نه د لوبې گټلو سره سم به افغانستان د کال ٢٠١٥ د کرکټ نړیوال جام کې ځای ومومي او دا به یوه تاریخي ورځ ووسي

د افغانستان کرکټ ټیم چې په دې تیرو لسو کالو کې څومره خواري کړې او زیار ویستلی، د هغې ثمره به ورته د جمعې په ورځ ترلاسه شي،چې کله افغانستان د کینیا د کرکټ ټیم نه د شارجې په میدان کې یو ورځنۍ سیالي وگټي او د کال ٢٠١٥ په نړیوال جام کې ځانته ځای پوخ کړی.
د افغانستان د کرکټ مینه وال ټوله نړۍ کې د دې خبر اوریدو ته لیواله دي. چې کله د جمعې په مازدیگر افغانستان د لوبې بریالی اعلان شي نو ورسره سم به دا تاریخ هم ولیکل شي چې افغانستان د خپل تاریخ ټولو نه ستره سپورتي بریا ترلاسه کړې او د کرکټ د نړۍ سترو لوبو ته ېې ځان رسولی دی.
د کرکټ نړیوال جام سیالۍ چې هر څلور کاله پس ترسره کیږي ،راتلونکې لوبې د کال ٢٠١٥ د فروري په میاشت کې اسټریلیا او نیوزي لینډ کې په گډه ترسره کیږي. دې لوبو کې د کرکټ د نړۍ د سر لس ټیمونو انگلستان، اسټریلیا،هند ،پاکستان ،نیوزي لینډ،جنوبي افریقه ،ویسټ انډیز، سري لنکا ،بنگله دیش او زمبابوې نه علاوه د دویمې درجې څلورو ټیمونو ته هم د لوبیدو چانس ورکول کیږي. چې دې کې به دوه د دوو کالو د مسلسلو سیالیو نه پس د پواینټونو په اساس او دوه نور بل کال ته نیوزي لینډ کې کیدونکي ټورنامنټ د لارې رسیږي
د افغانستان کرکټ ټیم په دې تیرو دوو کالو کې د خپلې سوېې د ملکونو سره دوه دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او تر دې دمه ېې وولس پواینټه اخیستې دي. د ایر لینډ ټیم د زیاتو پواینټونو سره نړیوال جام ته وتلی دی. اوس د عربي اماراتو او هالینډ ټیم په اتلس اتلس پواینټو مخکې ولاړ دي. خو د افغانستان وروستي بري سره به د افغانستان پواینټونه نولس شي او دایرلینډ نه پس دویم ټیم به شي چې نړیوال جام کې ځای مومي
د افغانستان کرکټ ټیم چې د کینیا سره د جمعې په ورځ شارجه کې لوبه لري.په هغې کې د افغانستان د بري چانس په دې زیات دی چې افغانستان په تیرو دوه لوبو کې کینیا ته ډیر په واضحه فرق ماتې ورکړې او کینیا ېې د کرکټ په هره شعبه کې ماته کړیده. د افغانستان کرکټ ټیم دا وخت د خپل توان په لوړ مقام دی او د کینیا نه وروستی لوبه گټل به ورته مشکل نه وي. د دغې لوبې گټلو سره افغانستان د خپل مزل اخري منزل یعني د کرکټ نړیوال جام ته د رسیدو خوب تعیبر وویني او ټول افغان ولس ته به د خوښۍ یو زیری ورکړي.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG