د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کرکیټ لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه


afghan cricket
afghan cricket
د افغانستان د کرکیټ تیم د ۲۰۱۵ کال نړیوالو سیالیو ته چې په آسټرالیا او نیوزیلاند کې ترسره کېږي د کینیا ټیم ته د ماتې ورکولو وروسته لاره پیدا کړه. د افغانستان ټیم د نړۍ د کرکيټ د اتلوالۍ په لیګ کې دویم مقام ترلاسه کړ او د ۱۴ سیالیو د جملې څخه یې ۹ سیالۍ وګټلې.

افغانستان به د بریا نه وروسته د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې په آسټرالیا کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې افغان ټیم باید کینیا ته ماتي ورکړې وای چې د عربي اماراتو د ټیم مخه یې نیولې وای چې نړیوالو سیالیو ته یې لاره نه وای پیدا کړې. دا دویم ځل دی چې افغانستان د کینیا ټیم ته ماتي ورکوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د دریم ځل لپاره د نړیوالې اتلوالۍ په سیالیو کې برخه واخلي. په ۲۰۱۰ کال کې د لومړي ځل لپاره او په ۲۰۱۲ کال کې یې د دویم ځل لپاره په نړیوال جام کې ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي د کرکیټ د ملي ټیم د بریا په خاطر د افغانستان د کرکیټ ټیم او ټول ملت ته مبارکي وویله.

ولسمشر کرزي وویل چې د کرکیټ ملي ټیم لوبغاړو په خپلو هلو ځلو باندي دا یقیني کړه چې د افغانستان د کرکیټ ټیم به د ۲۰۱۵ کال په سیالیو کې چې په آسټرالیا کې دایریږي برخه اخلي.

ولسمشر کرزي د کرکیټ بورډ د مدیر سره په ټلفوني تماس کې هغه او د کرکیټ ټولو غړو ته د بریا مبارکي وویله.
XS
SM
MD
LG