د لاس رسي وړ اتصالات

کاندیدان د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ


ډاکټر زلمی رسول او انتخاباتی ټیم یې
ډاکټر زلمی رسول او انتخاباتی ټیم یې
د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ د نورو ورځو په پرتله زیات شمیر کسان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدو په هدف د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته ورروان دي.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د وروستۍ ورځې په سر کې لومړی سرور احمدزی اوبیا ډاکټر اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل نومونه ولیکل
سرور احمدزی چې ډاکټر عبدالرحمان یې د خپل لمړي مرستیال او انجینر کبیرقریشي یې ددوهم مرستیال په توګه غوره کړي دي خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل چې واک ته د رسیدو په صورت کې به یوه سالمه اداره جوړه کړي او ټول هغوی چې د وسلوالو ډلو پورې ټړلي له خپلې اداری وباسي

ډاکټر اشرف غني احمدزی چې جنرال عبدالرشید دوستم یې د خپل لمړي مرستیال او محمد سرور دانش یې ددوهم مرستیال په توګه غوره کړي خبریالانوته وویل چې که چیرې دی راروان انتخابات وګټي نو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نورو ولاړو کاندیدانو ته هم په خپل راتلوونکي حکومت کې ځای ورکړي

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل چې د بریالیتوب په صورت کې به په اداره کې اصلاحات په تدریجي توګه راولې.همداشان د ترانسپورټ او ملکی هوایې چلند پخواني وزیر حمیدالله قادري، د سردار محمد داود خان د ورور لمسي سردار نادر نعیم هم تراوسه د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول چې تیره ورځ یې له خپلې دندې استعفا کړې نن له خپلو مرستیالانو احمد ضیا مسعود او حبیبه سرابي سره د ټاکنو په خپلواک کې کمیسیون کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدو لپاره نوم لیکنه وکړه.

قیوم کرزی هم د نن ورځې بل کاندید وو چې مرستیالان یې وحیدالله شهراني او محمد ابراهیم قاسمي دي.

د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې ‫بهیر د یکشنبي د ورځي ناوخته پای ته رسیږی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تمه لري چې د ټاکلې نیټې پورې به نور کسان هم دغه کمیسیون ته ورشي او په راروانو انتخاباتو کې دکاندیدو لپاره خپل نومونه ولیکي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي هغو کسانو چې جمهوري ریاست ته کاندیدو لپاره د نن مازدیګر تر څلورو بجو پورې مراجعه کړې نومونه به یې ولیکي آن که دغه بهیر تر ناوخته پورې دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG