د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د امنیتي تړون پریکړه به لویه جرګه کوي


د امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون په هکله افغان حکومت او ملت د پخوا راهیسي بیلا بیل نظریات لري.افغان دولت د دغه تړون د لاسلیک لپاره خپل شرطونه وړاندي کړيدي او ځینی داسی ګنګوسی هم وې چی د دغه تړون لاسلیک به د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته سپارل کیږي .

خو نن د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه چي د دغه تړون د لاسلیک لپاره به تر راتلونکې یوی میاشتی لویه جرګه را وغواړي .

" انشالله دیر ژر ، د یوی میاشتی په ترڅ کې به لویه جرګه را وغواړم ، ملت به دا تړون مطالعه کړي. دلته به سردار ملت وي او د دې خاورې د برخلیک ټآکلو حق لري ، د دغه هیواد هره فیصله د خلکو په لاس ده او ملت چې هره فیصله وکړي نو حکومت یی هم تابع دی"

حامد کرزی وایي چې هیوا د یې د امریکا سره دوستي او تفاهم ته اړ دی او د امنیتی تړون د لاسلیک کولو هیله من او لیوال هم ، خو زیاتوي چې ددغه تړون په اډانه کې باید د افغانستان ملي ګټی خوندي وساتل شي.

ښاغلی کرزی تینګار کوي چې د هیواد ملي ګټې یی یواځې دا ندي چی امریکه یی د کاغذ پر سر ملی حاکمیت ته احترام وکړي خو بی له اجازې دې د افغانانو کورونو ته ورننوځي.

" د دې سره سره چی مونږ حاضر یو د امریکا سره تفاهم ته ورسیږو خو امریکا باید پوه شي چی دا تفاهم به د افغانانو د امنیت په قیمت نه وي، او یا دا چې د امریکا د آزادیو د ادامې په مانا ، چی هر څه وغواړي ویې کړي، پخپل سر د افغانانو کورته ننوځي او هرڅه چې یی وغوښتل ویی کړي (نه) . په همدی دلیل مونږ تر اوسه توافق ندی کړی نو امریکا هم باید له مونږ سره داسې قدمونه کښیږدي او زمونږ د هیواد او خلکو امنیت او عزت دې تامین کړي. یواځی په همدهې صورت کی به افغانان د امریکې سره دا معامله وکړي "

ولسمشر کرزی تینګار کوي چي د دغه تړون د لاسلیک لپاره یی د خپل هیواد د ملي امنیت تینګښت غوښتی او دا پدې مانا چې امریکا باید دا ضمانت وکړي چې افغانان به هم د تروریزم او طالب د ګواښ په وړاندې او هم د امریکایي عسکرو د تاوتریخوالي او زور ګویۍ په وړاندې خوندي ساتل کیږي.

له بلی خوا حامد کرزی وایي ملت یې د امریکا سره داسې یو تړون نه غواړي چی د ملک اختیار یې د بل په لاس وي:

" که مونږ افغانانو ته دا ډاډ ورنکړو نو داسی تړون به ومني چی کور یې پکې خوندي نه وي، حکومت یې بې صلاحیته وي او اختیار یې د بل په لاس وي؟ نه ! . نو امریکا دې د تجاوز د تعریف لپآره موږ سره واضح ګام کښیږدي. که په افغانستان تیری وشي نو څه مانا؟ ایا د ګاونډي د توپ او ټانک راتګ یو تجاوز دی؟. توپونه خویې راغلل امریکا له موږ سره څه وکړل؟.

" تر اوسه کنړ د توپونو تر برید لاندې دی،نو امریکا زمونږ سره څه وکړل. د ګاونډي ټانک زموږ هیواد ته نه راځي، که راځي تروریست او ځان وژونکي دي، چې زمونږ په جامه کې راځي. آیا په افغانستان کې د تروریست عمل په افغانستان کې تجاوز دی که نه؟ او که وي، نو په دی هکله د امریکې ځواب څه دی. ؟ "

کرزی وایي داسې ډیري پوښتنې لري چی امریکا یې باید ځواب ووایې نو هله به ورسره د امنیتی تړون د لاسلیک لپآره حاضر شي .
ولسمشر حامد کرزی ټینګار کوي چې لا تر دې دمه د امریکا سره د تړون په سر د خپلی خوښې نقطې ته ندی رسیدلی.

په انتخاباتو کې لاس وهنه

له بلی خو ا داسې ګنګوسې هم شته چی ګوندې حامد کرزی په راتلونکو ټآکنو کې د یو مشخص کاندید ملاتړ کوي. په داسی حال کې چې ولسمشر په دې تینګار کوي چی نه په خپله او نه به یې د دولت چارواکي له کوم ځانګړی نوماند ملاتړ وکړي.

ښآغلۍ کرزۍ په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
" زه او معاونان او دولت به په انتخاباتو کې بیطرفه یو . مونږ شخصي ترجیحات لرو او کیدای شي هر یو بیلابیلو کسانو ته رایه ورکړو، د دی حق لرو. خو دا چې د دولت دستګاه او وسایل د چا په خدمت کې وي د دغه کار اجازه به هیڅکله ورنه کړم . په دې چې د افغانستان خیر زموږ د ټولو خیر دی.
ولسمشر حامد کرزی وایي د خپل هیواد د ملي وحدت او خیر ښیګڼی لپآره که څوک ورسره مشوره وکړي یا یی ګډون وغواړي نو دا کار به وکړي خو دا په ټآکنو کې د مداخلې په مانا نده.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG