د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا ولایت کې میرمنو سره زور زیاتی ډیر شوی


د یوې افغانې ښځې ژوند

د یوې افغانې ښځې ژوند

د پکتيا د ښځو چارو مسوولين او د بشر حقونو فعالين وايي پدې ولايت کې د تېر کال په پرتله د ښځو سره د زورزیاتي پیښې زیاتې شویدي چې د هغوي لپاره د اندیښنې وړ دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل که څه هم له امريکا غږ سره په خبرو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو دقيق شمېر په ګوته نه کړ، خو ويې ويل، چې په دې برخې کې ۲۵ په سلو کې زياتوالی راغلی دی.

نسرين اوریاخېل وايي چې په دې پېښو کې د زهرو خوړل، ځان وژنه، د کورنۍ د نورو غړو له لوري وهل او داسې نورې پېښې شاملې دي.
هغې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې يې د سيمې د مخورو او قومي مشرانو په وسيله حل کړي او لاهم په دې برخه کې مصلحتونه دوام لري.

" موږ ډېر زيات کوښښ کوو، چې د کورنۍ د غړو تر منځ سوله راولو او د هماغې سيمې سپين ږيري راټولوو، چې د دوی د کورنۍ ستونزه حل شي. په دې برخه کې ډېرې کمې داسې پېښې شته، چې زهر يې خوړلې دي، چې د کورنۍ له تاوتريخوالي سره مخامخ شوې وي".

په جنوب ختيځ زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر نوراحمد شاهين بيا وايي " د ښځو پروړاندې د تشدد پېښې اکثريت د ولايتونو له مرکزونو دباندې د ولسواليو په کچه زياتې دي."
هغه زياتوي " که څه هم دوي د امنيتي ستونزو له کبله د تشدد ټولو پېښو ته لاسرسی نلري، خو وايي، چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې يې په دې برخه کې خلکو ته پوره معلومات انتقال کړي دي."

نور احمد شاهين وايي، چې د بې سوادۍ زياتوالی، د عامه پوهاوي نشتون، د کورنيو اقتصاي مشکلات او امنيتي ستونزې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدا اصلي علتونه بلل کېږي.

" د تاوتريخوالي پېښې په کليوالي سيمو کې معمولاً زياتې دي. اکثره پېښې موږ ته نه رسېږي او موږ هلته د امنيتي ستونزو له کبله لاسرسی هم نه لرو. کمېسيون د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره په پکتيا، خوست او پکتيکا کې غونډې، سيمينارونه او جلسې نيولي دي ".
د مدني ټولنې يو تن فعال عبدالصمد پکتين وايي، ترهغې، چې د خلکو عامه پوهاوی زيات نشي او د ښځو حقونو په اړه خلک پوره معلومات ونلري، ښځې به له خپلو حقونو محرومې وي.
هغه له ديني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې خلکو ته ديني احکام بيان کړي او د هغوی معلومات زيات کړي.

"زموږ ديني عالمان او ملاامامان بايد په خپله ټولنه کې د ښځو هغه حقوق، چې اسلام ورکړي، هغه بيان کړي، چې د خلکو د پوهې سطحه لوړه شي او دغه پېښې کمې شي".
د افغانستان د کابل ولايت په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې له تاوتريخوالي سره د مخامخ شويو ښځو لپاره د امن کورونه جوړ شوي، خو د بشر حقونو مسوولين وايي، چې په دې سيمه کې دغه کار ځکه ناشونی دی، چې دغلته کلتوري مسايل ډېر پالل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په پکتيکا او خوست کې بيا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په نسبي ډول کمې ښودل شوې دي، چې لامل يې عامه پوهاوی په ګوته شوی دی.
XS
SM
MD
LG