د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ پر ضد د پاکستان هلې ځلې او ستونزې


pakistan

pakistan

په پاکستان کې جګړه مارې ډلې د واکسین کولو سره مخالفت لري، او اکثره وخت په هغو کسانو بریدونه کوي چې خلک واکسین کوي او هغو کسانو ته هم خبرداری ورکوي چې خپل ماشومان واکسین کولو ته پریږدي.

د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وسله والو ډلو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو سره د مخالفت په خاطر، پدغو سیمو کې د تیر یوه کال راپدیخوا د ګوزڼ واکسین کولو کمپاینونه بند کړیدي.
دغه ډلې ادعا کوي چې یوازې د مسلمانانو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کیږي او وایي چې روغتیایي کارکوونکي د امریکا لپاره جاسوسي کوي.

د وسله والو ډلو دا ادعا وروسته له هغې نوره هم قوي شوه کله چې په 2011 میلادي کال کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) د واکسین کولو د یوه کمپاین پواسطه د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن موجودیت تثبیت کړ.

په 2011 کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ 198 قضیې ثبت شوې وې چې د نړۍ په هیڅ کوم هیواد کې پدې اندازه خلک پدې ناروغۍ ندي اخته.

د پاکستان حکومت پدې توانیدلی چې د یوه کال په هلو ځلو کې دا شمیر د 198 نه 58 ته راټیټ کړي خو رپوټ وایي د حکومت دا بریالیتوب ډیر ګران تمام شویدی.

د پاکستان چارواکي وایي د پیښور ښار په یو کلي کې د ګوزڼ د ناروغۍ د واکسین کوونکو یوې ډلې سره نږدې د بم په چاودنې کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او دیارلس ټپي شویدي.
د اې پي خبري اژانس وایي چادونه هغه موټر ته نږدې شویده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه پکې سپاره وو او د واکسین کوونکیو د ډلو امنیت یې ساته.

اکثره کسان شک لري چې دا چاودنه به پاکستاني طالبانو کړي وي خو هغوي پدې پیښې کې لاس لرل رد کړیدي.
په پیښور کې د پولیسو یوه جګپوړه افسر نجیب رحمان اې پي خبري اژانس ته ویلي چې په چاودنې کې یو پولیس او یو د واکسن رضاکار غړی وژل شویدي.

دا پیښه د پیښور د میاخیلو په کلي کې شویده چې د پیښور د ښار نه 12 کیلومتره لیرې پروت دی.

ملګري ملتونه او د پاکستان حکومت په ګډه هڅه کوي چې پدغه هیواد کې د ګوزڼ ناروغي له منځه یوسي. خو دا د حکومت پدغو هڅو باندې د تشدد تازه پیښه ده.
XS
SM
MD
LG