د لاس رسي وړ اتصالات

نوې سروې: امریکایان د کانګرس د کار نه ناراضه دي


یوه نوې سروې ښيي چې یوازې پنځه فیصده امریکایان د کانګرس د کار نه راضي دي. دغه سروې د اسوشیټډ پرس او GfK د ادارې لخوا شوي او د ۱۲۰۰ امریکایانو نه پکښې پوښتنې شوې دي.

سروې ښيي چې ۶۲ فیصده امریکایان د حکومتي ادارو د تړلو پړه د جمهوري غوښتونکو په غاړه اچوي.

سروې دا هم وايي چې یوازې ۳۷ فیصده امریکایان د ولسمشراوباما کړنې تاییدوي.

د اکتوبر د لومړۍ نیټې نه راپدیخوا، د امریکا یو شمیر فدرالي ادارې تړل شوي دي. بل پلو ته، د امریکا کانګرس ته پکار ده چې د اکتوبر د ۱۷ نیټې پورې د امریکا د حکومت د پور اخیستنې کچه هم لوړه کړې تر څو امریکا د دې توان ولري چې خپل پورونه او بلونه په وخت ورکړي.

خو داسې معلومیږي چې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د حکومتي لګښتونو او پورونو په اړه اختلافات حل شوي نه دي.

بل پلو ته په نړیوال اقتصاد د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د امریکا د حکومتي لګښتونو او پورونو په سرد جنجال د اغیزو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

نړیوالې اندیښنې

په نړیوال اقتصاد باندې د امریکا د حکومتي لګښتونو او پورونو د جنجال د اغیزو په اړه، زده کوونکی اولېور الېیټ وايي: «زه فکر کوم چې لویه ویره دا ده چې موږ به بیا د اقتصادي رکود سره مخ شو. . . .»

د مالي مرکز کارکوونکې بیورلې ټامس بیا وايي «زه فکر کوم چې دغه د دوو ګوندونو ترمنځ سیاست دی او دوی په د دغه کار د پراخو اغیزو په اړه فکر نه کوي.»

د بهرنیو اړیکو د شورا کارپوه جیمز لینزي وايي چې په واشنګټن کې سیاسي بن بست په نړیواله کچه د امریکا دریځ کمزوره کوي.

ښاغلی لېنزي وايي: «زه فکر کوم چې دغه ډیر شمیر بهرنیانو ته، په دې اړه چې په امریکا باندې حساب کولای شی او که نه، پوښتنې پیدا کوي.»

د حکومتي ادارو د تړل کیدو له امله، د امریکا ولسمشر د اسیا ارام سمندر هیوادونو ته خپل سفر لغوه کړ. د هغه پرځای د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سیمې ته ولاړ.
جیمز لېنزي وايي چې د اوباما دغه پریکړه چې د آسیا ارام سمندر سیمې ته یې سفر و نه کړ، اسیايي مشران مایوسه کړل.

جان فورتیېر د بای پارټیزن یا د دوه ګوندیزه پالیسۍ د مرکز کارپوه دی، هغه وايي چې داسي نه معلومیږي چې په واشنګټن کې دې جنجال ژر حل شي.

ښاغلی فورتیېر وايي: «دغه اوس زموږ د قطبي شوي سیاست برخه ده تر دې حده چې زموږ . . . ګوندونه د یو بل نه ډیر توپیر لري. داسې معلومیږي چې ځینې شیان به همدغسې پاته شي.»

جیمز لېنزي بیا وايي چې که چیري دغه خبره درسته وي نو نړیوال به [د نړیوال اقتصاد په برخې کې] تعدیلات راولي.

ښاغلي لېنزي وايي: «موږ په حقیقت کې د دې خطر منو چې د یو مالي بحران نه بل ته داخل شو. دغه بیا د دې مخه نیسي چې یو هیواد دې د خپل راتلونکي په اړه سرمایه ګزاري وکړي او دغه د دې سبب هم ګرځي چې یو هیواد د نوروو هیوادونو لپاره د یو ماډل حیثیت له لاسه ورکړي.»

نړیوالو ته اطمینان ورکول

که څه هم په نړیوال اقتصاد باندې د امریکا د حکومتي لګښتونو او پورونو په سر د جنجال د اغیزو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، خو ولسمشر اوباما پرون نړیوالو ته اطمینان ورکړ چې امریکا به خپل بلونه او پورونه ورکړي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د کانګرس د ځینو غړو تبصرې، چې کیدای شي امریکا د خپلو پورونو په ورکولو کې پاته راشي، د نړیوال اقتصاد په بیا رغونې باندې به تاثیر و نه کړي.

اوباما یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې کانګرس دې یوازې د حکومت لخوا د پورونو د اخیستلو د کچې د لوړولو د داسې لایحې په سر رایه ګیري وکړي چې بل څه پکښې شامل نه وي.

هغه د کانګرس نه دا غوښتنه هم وکړه چې د حکومتي لګښتونو لایحه دې تصویب او حکومتي ادارې دې پرانیزي.
هغه ویلي دي چې کوم وخت چې دغه کارونه وشول نو هغه به بیا د جمهوري غوښتونکو سره په ټولو مسایلو خبرې وکړي.

خو د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکی رئیس جان بینر بیا ویلي دي چې هغه مایوسه شوی دی چې اوباما د پورونو د کچې د لوړولو او د حکومتي لکښتونو په اړه خبرو ته نه دی حاضر شوی.
XS
SM
MD
LG