د لاس رسي وړ اتصالات

طالب ویاند :ملا عبدالغني برادر ندی خوشې شوی


د پاکستان حکومت نن د افغانستان د طالبانو دا خبره رد کړه چې پاکستان د خپلې وعدې برخلاف لا تراوسه پورې د هغوي ېو مشر ملا عبدالغني برادر نه دی خوشې کړی.

د پاکستان دبهرنېو چارو د وزارت وېاند اعزاز آحمد چوهدري د انټرېنټ له لارې په ېوه پېغام کی چې خبرېالانو ته ېې لېږلی ووېل " ملا عبدالغني برادر بالکال آزاد دی او تر څو پورې چې مونږ پور اړه لري نوموړې ازاد دی چې د روغې جوړې په خاطر دهر چا سره چې وغواړي ملاقات وکړي."

خو دافغانستان طالبانو د پاکستان دحکومت اعلان سم ونه باله او د طالبانو ېوه وېاند ذبېح اله مجاهد نن د چهارشنبی په ورځ ووېل چې ملا برادر اوس هم په پاکستان کی په محبس کی پروت دی او روغتېاېې حالت ېې ډېر خراب دی.

ملا برادر د طالبانو دهغو مشرانو په جمله کې شامل و چې وېل کېږي غوښتل ېې د طالبانو او د حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرې شروع شي او په همدې خاطر د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د کراچۍ په ښار کې ونیول شو.

ویل کیږي چې ملا عبدالغني برادر په پټه کوښښ کاوه چې د افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرې اترو کښې مرسته وکړي او دا کار د هغه د نیول کیدو موجب شو خو بل پلو بیا پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې برادر نه غواړي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.

جمهور رېس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په ېوې مرکې ووېل چې ملا برادر بشپړه ازادي نلري او په گرځېدو راگرځېدو باندی ېې قېودات لگېدلي دي. ښاغلي کرزي ووېل چې حکومت کوښښ کوي چې له هغه سره تماس او اړېکې ونېسي.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د پاڅون د بنسټ اېښودونکو ېو مهم غړې دی او دی او د طالبانو د رهبر ملا محمد عمر سر ېې ډېره نیږدی آنډېوالي اوملگرتېا درلودله.
کله چې طالبانو د ١٣٧٥ هجری شمسي او ١٣٨٠ هجري شمسي کلونو ترمنځ د افغانستان پر ډېرو برخو باندی کنټرول درلود، نو په دغه موده ملا برادر په ېو لړ مهمو پوځي او سېاسي څوکېو باندی کار کاوه.

بل پلو د نیوزویک د مجلې خبریال سیمع یوسفزی وایي چې د افغان حکومت دا ادعا د تعجب خبره نده چې هغوي تر اوسه د ملا عبدالغني برادر سره ندي غږیدلی ځکه د هغه په وینا " پخوا هم چې کوم طالبان خوشې شویدي، د افغان حکومت سره یې خبرې ندي کړي"

د سمیع یوسفزي سره د زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:32 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG