د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال اباد کې ځانمرګي ۴ تنه وژلې دي


د ننګرهار د امنیه قوماندانئ مخې ته د شنبې ورځی برید
د ننګرهار د امنیه قوماندانئ مخې ته د شنبې ورځی برید
یو ځانمرګي شنبې په سهار ۷:۳۰ په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د پولیسو امنیه قوماندانئ مخې ته خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر وچوه چې له امله یې څلور تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې پدې پیښه کې څلور تنه چې دوه یې پولیس او دوه نور یې ملکي کسان دي وژل شوي او اوه تنه نور چې پنځه یې پولیس او دوه یې ملکي کسان دي ټپیان شوي دي .

خو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پدغه برید کې دوه ملکي کسان او یو پولیس وژل شوي او اوه تنه نور چې څلور یې پولیس دي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د چاودیدونکوتوکو خپل ډک موټر سره امنیه قوماندانئ ته ننووځې چې د پولیسو له خوا پرې د شک وروسته هغه خپل موټر د قوماندانئ مخې ته وچوه اود مرګ ژوبلې سبب شو.

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکې وایې چې ددغه برید وروسته پدغه ولایت کې دوه نوري چاوندنې هم شوي خو د سر زیان یې ندي اړولې.

دا بریدونه پداسې وخت کې ترسره شوی چې په افغانستان کې خلک د لوی اختر لپاره په تیاریو بوخت دي.

تراوسه چا ددغه برید مسوولیت ندی منلی.
XS
SM
MD
LG