د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي پروګرام په سر خبرې اترې پیلیږي


ایران وار له مخې لا ویلي دي چې د دغه هیواد څخه د غني شوو یورانیمو د انتقال سره به موافقه و نه کړي.
ایران وار له مخې لا ویلي دي چې د دغه هیواد څخه د غني شوو یورانیمو د انتقال سره به موافقه و نه کړي.
د ایران او د ملګروملتونو د تماس د ډلې ترمنځ به د سې شنبې په ورځ په ژینو کې د ایران د اټومي پروګرام په سر د دوو ورځو لپاره خبرې پیل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د خپل فسبوک د پانې له لارې پرون ماښام وویل چې هغه هیله مند دی چې دا ځل به د خبرو په نتیجه کې د ایران د اټومي پرورګرام د لانجې د ختمولو لپاره په یوې کړنلارې موافقه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې هم ویلي دي چې د خبرو اترو د لارې د ایران د آټمي لانجې د ختمولو چانس سته.

خو د ښاغلي کېري د خبرو نه مخکې، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچي بیا وویل چې ایران به دې ته اجازه ورنکړي چې غني شوي یورانیم د ایران نه وایستل شي.

ښاغلي عراقچي وویل: «موږ به د دې اجازه ورنکړو چې حتا د یوې ورځې لپاره هم د یورانیمو غني کول ودرلول شي. زما مطلب دا دی چې د یورانیمو په غني کولو باندې خبرې نه شي کیدلای، خو د یورانیمو د غني کولو د کچې او وسعت په اړه بیا خبرې کیدای شي. بهر ته د آټومي موادو استول به و نه منو، حتا یو ګرام یورانیم به هم بهر ته وانستول شي.»

هیلې او ستونزې

د هغه وخت نه چې روحاني د ایران د ولسمشر په توګه انتخاب شوی دی، دا لومړی ځل دی چې د ایران او د ملګرو ملتونو د تماس ډلې به د د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ولسمشر روحاني وینا د ایران د آټومي پروګرام د بن بست د ختمولو په اړه نوې هیلې پیدا کړې دي.

د ستراییژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټوټ د ایران د چارو کارپوه فېتزپاټریک وویل: «زه فکر کوم چې ایران به څه خبرو ته راوړي. خو زه شک لرم، چې دا به داسي څه وي، چې په خبرو کې دې پرمختګ وشي. د لږ څه پرمختګ تمه کیدای شي. او د نورو غونډو کیدل به د نور پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.»

خو د غربي هیوادونو سره د ولسمشر روحاني د حکومت ورستي تماسونو بیا په ایران کې دننه د انتقادونو سره مخ شوي دي.

ښاغلی فېتزپاټریک زیاته کړې ده: «روحاني باید توازن په نظر کې ونیسي. هغه باید سختدریزي خوشحاله کړي، لکه چې دلته په امریکا کې ولسمشر اوباما د سختدریزي سره مخ دی چې نه غواړي [په ایران باندې دې] بندیزونه نرم شي، او یا غواړي نور بندیزونه هم ولګول شي. ایران کې هم همدغسې [خبره ده]. نو د توازن ساتل به ډیر مشکل کار وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، هیلیري کلنټن بیا ویلي دي چې په دې نه ده قانع چې ایراني مشرانو دې توازن ساتلی وي.

میرمن کلنټن وویل: «په ژینو کې به راتونکې اوونۍ، ما ته ډیره جالبه وي چې ایرانیان به څه وړاندیزونه ولري ترڅو خبرواترو ته زمینه مساعده کړي چې داسې فیصله وشي چې موږ ته قانع کوونکي وي او زه فکر کوم چې تر اوسه خو داسي څه نه وینو چې موږ دې پرې پوه شو [چې دوی به څه وړاندېزونه وکړي].

په عین وخت کې، ولسمشر اوباما د امریکا د کانګرس نه غوښتنه کړې ده چې د خبرو د پیلیدو په خاطر دې د اوس لپاره په ایران باندې نور بندیزونه نه لګوي.

کارپوهان په دې باور دي چې خبرې اترې به ډیرې اوږدې وي او د خبرو سابقه، بې باوري او اهدافو ترمنځ توپیرونه به په خبرو خپل تاثیر واچوي. دوی د پرمختګ هیله کوي خو په خبرو کې بیا د ډیر پرمختګ تمه نه لري.
XS
SM
MD
LG