د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام په زندان کې د یو بندي قصه


د بګرام زندان
د بګرام زندان
د کوچیانو یو قومي مشر رمضان کوچی دیارلس میاشتې د بګرام په زندان کې بندي و اوس خوشي شوی دی.

د اشنا راډیو
د همکارې زیبا خادم سره په مرکې کې، هغه د خپل سرګذشت په اړه څرکندونې کړې دي.

د مرکې پوره متن دلته لوستلی ش
ئ.

زیبا خادم: کوچی صاحب، ته په بگرام کې بندي وي؟ ولې بندي شوی وي؟

رمضان کوچی: خورجانې ، زه د پکتیا په ولایت کې روان وم،غزني ته تللم، هلته خارجیان په لاره کې ولاړ وو، ټول یې تلاشي کول. د خلکو عسکونه یې اخیستل، زه یې د ټکسي موټر نه کوز کړم، د پکتیا د ولایت نه یی، خپل ولایت، خوست ته یووړم. هلته مې څوارلس ورځې تیرې کړې، بیا یي بگرام ته یووړم. په بگرام کې بیا کوم څلورنیمې میاشتې زما تحقیق روان و. قریب دیارلس میاشتې بندي وم. محاکمه مې وشوه. د افغانستان حکومت ماته برائت راکړ، او یوه هفته کیږي چې خپل کور ته راغلی یم.

زیبا خادم: دوی څه شک لری درباندې؟ تا ته معلومه شوه چې ولې یی نیولی وي؟

رمضان کوچی: خورجانې، افغانستان خو د دښمنیو وطن دی. چا به ورته ویلي وي چې دا رمضان کوچې داسې، یا داسې سړی دی. نو بیا مانه دا پوښتنې کیدلې چې ته طالبانو سره مالي کومک کوي، د طالبانو سره روابط لري، طالبانو ته ډوډۍ ورکوي. ما ورته وویل چې زه یو قومي مشر یم، نه پاکستان ته تللی یم، نه د طالبانو سره روابط لرم او نه ور سره کار لرم. بس همدا پوښتنې یی رانه کولې. بیا آخر پوه شول او ورته ثابته شوه چې دا سړی بې گناه دی. نو بیا د الله مهرباني وه ، ما ته وویل شو چې ته خپل کور ته تللی شي. اوس دا یوه هفته کيږي چې خپل کاله ته راغلی یم.

زیبا خادم: دا خو ښه خبره شوه چې خپل کورته راغلي، مگر کله کله داسې رپوټونه راځي چې د بگرام په زاندان کې چې د بندیانو نه پوښتنې کیږي، هغوی توهین کیږي، او حتی کله کله شکنجې هم ورکول کیږي. تا څه ولیدل کوچې صاحب؟

رمضان کوچی: خورجانې، د بگرام په زندان کې مې د خارجیانو درې کارونه ډیر خوښ شول چې الله پاک دې هغه د افغانستان د حکومت په قانون او اسلام کې راولي. زه به یوڅو درته په گوته کړم.

د خوښې وړ درې کارونه

زیبا خادم: ښه، کوم کارونه دې خوښ شول؟

رمضان کوچی: اول خو مې دا خوښ شو چې څوک بگرام ته بوځي، هلته زر، چې ملیون ډالر ورکړي، هغه نه چلیږي، یعنی هلته رشوت نه ؤ. یو مې دا ډیر خوښ شو.

زیبا خادم: ښه بل؟

رمضان کوچی: دوېیم مې دا خوښ شو چې هلته باچا بندي شي، وزیر بندي شي، چې ټوله کابینه او ټول والیان ورپسې وي، تر څو چې امریکایانو خپل تحقیق نه وي کړي، او حقیقت یې معلوم کړی نه وي، هیڅ نه کیږي. مقصد واسطه نه چلیږي. دا کار مې هم ډیر خوښ شو.

زیبا خادم: بل؟

رمضان کوچی: درېیم مې دا کار ډیر خوښ شو چې هلته خان بندي وي، وزیر بندي وي، باچا ، یا د غره یو شپونکی بندي وي، ټولو ته یو ډول ډوډۍ ورکول کیږي. دا فرق نشته چې دا ښه ډوډۍ معتبرته ورکړه او کمه او خرابه ډوډۍ دغه غریب ته ورکړه. یا دا ښه سړی دی، نو دا ښه او ډیره ډوډۍ ده ته ورکړه، او هغه بد سړی دی، نو دا کمه او خرابه ډوډۍ هغه ته ورکړه. مقصد، ټولو بندیانو ته په یو نظر کتل کیږي او یو رقم قانون چلیږي.

زیبا خادم: ښه، یعنې قانون په ټولو یو ډول تطبیقیږي، په ډوډۍ او په سلوک کې هم فرق نشته؟

رمضان کوچی: هو واسطه نه چلیده، پیسې نه چلیدې اوټول بشریت ته په یو نظر کتل کیدل.

درې کارونه چې د خوښې وړ نه وو

زیبا خادم: څه شئ دې خوښ نه شول کوچې صاحب؟

رمضان کوچی: ما چې خپله سروې وکړه، زما په وخت کې به پنځه، پنځه نیم زره بندیان وو . په دوی کې پنځه نیم، شپږ سوه، کسه سپن ږیري وو، او په دوی کې بیا داسې سپین ږیري وو چې عمرونه یې د شپیتو نه واخله تراتیا کالونو پورې رسیدل. داسې سپین ږیري یې په زندانون کې اچولي وو چې ناست به وو، پاڅیدلي به نه شول، او چې ولاړ به شول، کښیناستلي به نه شول. دوه درې کاله په یو محبس کی وو، د محبس نوم یې نه و زده. د خپل ځان په غم اخته وو. دغه شی مې هیڅ خوښ نه شو، ځکه چې الله او رسول یې ویلي دي چا چې د سپین ږیري قدر و نکړ او په وړو یې شفقت ونکړ هغه زما امت نه دی. په بین المللی قانون او په افغاني قانون کې خو سپین ږیري ته ټول احترام لري. اما د دې سپین ږیرو قدر خو لا څه [کوي] چې ظلم هم ورباندی [کیدای]. داخبره مې هلته کړیده، اوس یې ستاسو د راډیو له لارې هم وایم چې دغه سپین ږیري ټول خوشي شي، دغه غټ ظلم ؤ هلته.

زیبا خادم: بل؟

رمضان کوچی: خورجانی، داسې ماشومان مې ولیدل چې عمرونه یې له پنځلس کالونو کم وو، په زندانو کې یې اچولي وو. قریب دری نیم سوه تنه به وو. ځانته، ځانته پنجرو کې یې اچولي وو،ځینې یې بیا وروسته خوشي کړل. دوی به ژړل، خپلې مور ته به یې نارې وهلی، پلار ته به نارې وهلی. یو یونیم ساعت به یې وژل کوکې بغارې به یې ووهلې. ټولو بندیانو به د دوی ژړاگانې اوریدلی. هرکله به چې ستړی شو، خوب به ورغی، نو وړوکي ماشوم ویده به شو. یو ساعت دوه ساعته وروسته به چې ویښ شو بیا به یې خپلې مور ته نارې کړې. دغه خاطره به زما په ژوند کې هیره نه شي. نو ته فکر وکړه خدای د دوی جرم، جرم نه بولی ، بین المللی قانون د ماشومانو جرم ته جرم نه دی ویلی، د افغانستان قانون د دوی جرم ، جرم نه دی گڼلی ځکه چې ماشومان دي، عقل یی پوخ نه دی، نو په کار دي چې دا ماشومان ټول خوشی شي او په اینده کی نور ماشومان بندیان نه شي. د بگرام په زندان کي دا دویم ظلم ؤ چې روان ؤ.

زیبا خادم: ښه، درېیم ظلم خو دې نه دی لېدلی؟

رمضان کوچی: درېیم ظلم دا ؤ چې داسې بندیان مې ولیدل چې دوه درې کاله په زندان کې پراته وو، مگر جرم یی نه و معلوم. تحقیق ترې نه و شوی. د سره صلیب خلک به راتلل، مونږ به ورته ویل چې تاسو مونږ محاکمه کړی که څوک مجرم وختو، سزا ورته واوروي،او که مجرم نه وي خوشي یې کړي. ځکه دا هر بندي خو پنځه سوه ، زر تنه دوستان لري، که تاسو دوی خوشحاله کړل، نو معنی دا چې تاسو زر کسه خوشحاله کړي دي. تاسو خواوس د افغانستان حکومت یې، نو ځان ته دښمنان زیاتوي که کموي یې؟ مقصد د بندیانو په دوسیو ډیرغور نه کیده. دغه ظلم هم روان ؤ. په کار دي چې د خلکو په دوسیو غور وشي. که څوک مجرم وي هغه ته دې سزا واوروي، او که څوک مجرم نه وي هغه دې ایله کړي لکه مونږه یې چې ایله کړو.

سوال: رمضان کوچی صاحب، تا دغو سپین ږیرو او ماشومانو سره خبرې کولای شوي؟ اجازه دې درلوده؟ هغوی تا سره غږیدل؟

رمضان کوچی: خورجانې، هلته خو اوه غټ غټ محبسونه دي. اول محبس ته شو وایی. هلته پاکستانیان، عرب او چیچنایان دي. په هغه کې زه نه وم. نورو ته الفا، ایکو، دلتا ، چارلي، او فکس محبسونه وایي ، په هرمحبس کې ٥۴۴ کسه دي.

په یوه محبس کې شپاړس پنجرې دي، په هره پنجره کې٣٥ کسه ځاییږي. په هرمحبس کې پنځه سوه څلورڅلویښت بندیان وي.

سپین ږیري بندیان

سوال: ته په کوم محبس کې وې؟

رمضان کوچی: اول په الفا کې وم . ما ددې محبسونو د شمیر نه د سپین ږیرو شمیر داسې معلوم کړو چې په هر پنجره کې څلور پنځه سپین ږیري وو. نو داسی حساب مې وکړو چې په هر محبس کې پنځوس پنځوس کسه وو. تقریبا اوه محبسه دی. دری سوه پنځوس سپین ږیري کیږی. هلته ورته بلاکونه وایي، یعنی اوه بلاکونه وو. په هر بلاک ٣٥٠ کسه وو. په هر بلاک کې اته اته پنجرې دي، په هرې پنجرې کې سپین ږیری وو.

سوال: کوچی صاحب زما سوال دا ؤ چې تا د بندیانو سره خبری کولای شوي؟ بندیانو اجازه درلوده چه د یو بل سره خبرې وکړي یا نه؟

رمضان کوچی: هو، خبرې خو مې داسې کولې شوي چې په هرو درېیو ورځو کې به مونږ، د دوه درې پنجرو بندیانو یو ساعت سپورت کاوه. بیا به هلته مونږ د یو بل سره خبرې کولې. د یوې پنجرې نه به مو بلې پنجرې ته خط لیږه، د یو بل پوښتنه به مو کوله. په خط کی به چې یو خالي دعا سلام و، هغه خط به بیا بل بندي ته رسیده. په دې طریقه مونږ یو د بل له احواله خبریدو.

سوال: خارجیان څنګه پوهیدل چې په دې خط کې څه لیکل شویدي؟

رمضان کوچی: هلته د هرې پنجرې مخې ته د ملي اردو عسکر او خارجیان ولاړ دي. خط به مو چې چاته ورکاوه، هغه به خارجیانو ته ترجمه کیدای. بیا به هغوی فیصله کوله چه خط مقابل لورې ته ورسوي یا نه؟

سوال: تا نه، چې تحقیق کیدی، بل څوک به هم هلته و؟ خبرې مو ترجمه کیدلې؟

رمضان کوچی: محقق مو امریکايي ؤ، ترجمان مې افغان ؤ. د شپې په یوه بجه به يې بیولم، درې ساعته به زما تحقیق ؤ. څلور بجې به یی بیرته خپلې پنجرې ته بیولم. هلته به یی زما نه په ډیر ورین تندې، په عدالت، او انصاف پوښتنې کولي، زما ځوابونه به یې په کمپیوتر کې جمع کول. هره درېیمه شپه به زما تحقیق ؤ، د شپې د یوې بجې نه د سهار تر څلورو بجو پورې. دا قانون ؤ هلته.

زیبا خادم: کوچې صاحب ، د دې ماشومانو په جمله کې د کوم یو سره وغږیدي چې دوی څه ویل ، ولې بندیان وو؟

د یو ماشوم قصه

رمضان کوچی: هو، یو ماشوم ؤ د ننگرهار د ولایت د خوگیاڼیو د ولسوالۍ. ناصر یی باله. زمونږ سره څنگ کې پنجره کې ؤ. ده سره ما خبرې وکړي. دی یې دوه میاشتې په یوه پنجره کې ځانته اچولی ؤ. ما ورنه پوښتنه وکړه چې ته یې ولې راوستی یې؟ هغه وویل ، نه پوهیږم. زه په کلي کې په دوکان کې ناست وم، خارجیان راغلل، زه ېی ونیولم ، سترگې يې راباندې وتړلې، لاسونه یې را وتړل. دلته بگرام ته یې راوستم. اوس له ما پوښتنې کوي چې ته طالبانو ته ډوډۍ ورکوي، طالبانوسره ناسته ولاړه لري. زه ورته وایم چې زه نه طالبان پیژنم او نه مې خبرې ورسره کړیدي. دده غوندې ډیر نور ماشومان هم بندیان وو.

ډاکټر ته به چې تللو، نو په یوه پنجره کې به پنځوس کسه غونډیدلو. دا به د مختلفو محبسونو بندیان وو. نو هلته به مونږ یو د بل نه پوښتنې کولي، چې هلکه ته یې ولې راوستی یې؟ همدا شان به مې نورو نه هم پوښتنې کولي، نو دغسی په دې وخت کې ما د ډیرو ماشومانو سره خبرې وکړي.

زیبا خادم: د بند په موده کې کله ناروغه شوي یا نه؟ که څوک به ناروغه کیدل ، د هغوی غم څنگه خوړل کیده؟ څه دې ولیدل؟

رمضان کوچی: زمونږ په کمیسونو نمبر لگیدلی ؤ. مونږ به چې مریضان شو، نو ویل به يې چې فلاني نمبر بندي مریض دی. سهار به ډاکټر راته. مریض به یې معاینه کاوه. نو که دوا ته به یې ضرورت لاره، دوا به یې ورکړه، او که چا به ضرورت لاره چې روغتون ته ولیږل شي هغه به يې شفاخانې ته یووړ. هر چا به چې هر تکلیف لاره ، د هغه غم به یې خوړی. مثلا که د چا به غاښ خوږیده، غاښ به یې ور باسه. که د چا غاښ به ډکیده، هغه به یې ورته ډک کاوه. که چا به د زړه تکلیف لاره، یا به یی د وینې فشار لاره، ټول معاینات به یې ورته تکمیل کړل. ما خپله د فشار تکلیف لاره. زما ټولې معاینې يې وکړي، دواگانې یی راکولي، اوس هم چې زه خلاص شوم د دوه میاشتو دوا يې راکړیده. نو په دې کې هیڅ شک نشته چې هلته د مريض ډیرښه علاج او ښه خدمت کیده.

زیبا خادم: کوچی صاحب، دا خو څرگنده چې د نارینو او ښځو بلاکونه به جلا وو، مگر تا څه ولیدل او څه دې واوریدل؟ څومره ښځې به بندیانې وي د بگرام په زندان کې؟

نعیم کوچی: خورجانې، دا سل په سلو کې اطمینان درکوم چې په ټول بگرام کې یوه بندۍ هم نه شته. ټول بندیان دي. باالکل ښځه هلته نشته.

په بند کې لمونځ او روژه

زیبا خادم: د نمانځه او روژې په میاشتې کې د بندیانو سره څه رعایت کیده؟

رمضان کوچی: په روژه کې یې د شپې په یوه بجه مونږ ته د پېشملی دپاره ډوډۍ راوړله او د روژه ماتي نه به یې یو ساعت مخکې یې بیا، هماغومره چه استحقاق و، ډوډۍ راوړله. لکه څنگه چې مور خپلو بچیانو ته ډوډۍ برابروي، همدغسې به ېې په خپل وخت ډوډۍ راکوله.

بل شې دا ؤ چې په پنجره کې ډیره ښه هوا چلیده، په ژمي کې گرمه او په اوړي کې،څلرویشت ساعته گرمه او یخه هوا چلیده . ایرکندیشن تل چالانه ؤ، هیڅ ستونزه نه وه. چا به چې خطونه لیکل نو هغوی ته به یې کتابچې او قلمونه ورکول . چا به چې دیني سبق وایه هغوی ته به یې قرآن شریفونه ورکول. هغه کتابونه چې د زندان نه بهر لا په آسانه نه پیدا کیدل، او ډیر قیمتي به وو، هغه یی راوړل، او علماوو به هغه بندیانو ته وایه.

نو
خورجانې، داسې مې هم ولیدل چې په دوه درې میاشتو کې به شپیته اویا کسه فارغیدل، قرآن شریف به ېې ختماوه. بیا به ملي پوځ د هغوی دپاره خاص محفل جوړاوه، جامې به يې ورکولې، پگړۍ به یې ورتړلې، مقصد مې دا دی چې بیخې آزادي وه. دا خبره نه وه چې ته دیني سبق مه وایه. څه چې به مو په کار ؤ هغه به یې راکاوه. دا یواځې زما خبره نه ده ، بلکه دا ټول بندیان چې زما خبره اوري، پوهیږي چې په بندیخانه کې دا ټول بندوبست مونږ ته موجود ؤ.

زیبا خادم: نو کوچی صاحب داسې ښکاري چې ته هلته ډیر خوشحاله وي؟ که اولادونه او کورنۍ دې درسره وای ، نو ته بیخې د بندیخانې نه وتلي؟

رمضان کوچی: خورجانې، که درته ووایم هو، نو همداسې ده، خو د زندان نوم بد دی. د زندان هره شیبه، هره ورځ، هره میاشت اوهرکال بده خاطره لري. اما تکلیف نه ؤ، وهل ټکول او شکنجه نه وه. بې قانوني نه وه، ظلم نه ؤ، صرف انتظار ؤ. خو زه به یو مثال درته ووایم خورې. که ډاکټرته ورغلي او درته یې وویل چې هر شی خوره ، خو خاورې به نه خورې. نو بیا به دې خاورو ته زړه کیږي، او فرض کړه که چا درته وویل چې په جلال اباد کې بندي یې، بیا به دې کنړ یادیږي،لغمان به دې یاددیږی، په ټول جلال اباد کې به په تنگ یې. نو خامخا زندان ؤ او زندان وړه علاقه ده، که نې، نور هیڅ مشکل نه ؤ.

د زندان په وضعیت کې تغیرات

زیبا خادم: د زندان چارې خو افغانانو ته سپارل شوي دي، کنه؟

رمضان کوچی: په دې کې هیڅ شک نشته. دا قانون تیر کال راغی. د تیرې روژې نه مخکې به چې مونږ ته ډوډۍ راتله، هغه به خارجي [ډوډۍ] وه. غوښه، د ماهیانوغوښه، مستې، مڼې هرڅه د خارج نه راتلل. اوس د تقریبا اتو میاشتو راهیسې ډوډۍ هم افغاني وه، میوه هم افغاني وه. وچه ډوډۍ په بگرام کې تازه پخیدله. توده ډوډۍ به یي راکوله. اوس بله خبره دا وه چې محاکمې هم افغانانوکولې. د ورځې به کوم پنځوس بندیان محاکمه کیدل، او ډیر به خوشي کیدل. پخوا داسې حساب و چې پنځوس به یې خلاصول نو د وخته به یې پنځوس راړوي وو. اوس د میاشتې پنځوس نه راوړي، بلکه دوه سوه خلاصوي. دا د خدای لوی رحم شوی ؤ.

زیبا خادم: دا خو ډیرې ښې خبرې شویدي، داسی معلومیږي چې کافي اصلاحات راغلي دي؟

رمضان کوچی: الحمدالله، اوس خو خارجیان په ډیرو خبرو پوه شویدي. ته پخپله ښه پوهیږي چې افغانان بیا په تیره پښتانه د پولو او پټيو په سر یو بل ته شکایت کوي او خارجیان، چې مخکې د افغانانو د دود دستور سره بلد نه وو، نو خلک به ېې راوستل او بندیانول به یې. اوس، خارجیان په دې پوهیدلي دي چې افغانان شخصي غرضونه لري. جاسوسان یې بولي، منافقین یې بولي که د وطن دښمنان یې بولي او یا یې د انسانانو دښمنان بولي، هغه یې اوس ښه پیژندلي دي، او پوه شویدي چې غلط رپوټونه ورکوي. نو ځکه یې اوس ډیر خلک نه ساتل، او که چا به جرم کړی و، خو که څوک به مجرم ؤهغه به ېې بندي کړو، او دا خو حق خبره ده چې مجرم بندي کړي.

زیبا خادم: رمضان کوچی صاحب، مننه چې مونږ سره وغږیدل، خپلې تجربې دې مونږ ته او د افغانستان خلکو ته وویلې چې څه دې لیدلي او څه دې اوریدلی دي؟

رمضان کوچی: ډیره مننه خورجانې، چې ته زما د زړه حال ټولې دنیا ته رسوې، الله دې اجرونه درکړي. زما، ستاسو د راډیو له لارې، چې یوه جهاني راډیو ده او ټوله دنیا یی اوري، ټولو ته په خاصه توگه د افغانستان حکومت ته دا پیغام دی، چې مونږ افغانان یو او د دې خاورې بچیان یو. په زور کلي نه کیږی، مقصد مې دا دی چې د خلکو ځینې ځینې کارونه او خبرې مه منئ. څوک چې په زندانونو کې پراته دي،هغوی دې ژر تر ژره محاکمه شي، سپین ږیري دې خلاص شي، که جرم یې هم کړی وي خلاص دې شي. ماشومان دې خلاص شي، ځکه چې د هغوی عقل پوخ نه دی. ټولو دنیا والو ته، ستاسو د راډیو له لاري زما دغه پیغام دی.

زیبا خادم: ډیره مننه کوچی صاحب.
XS
SM
MD
LG