د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي دي


آرشیف
آرشیف
په سوریې کې یاغیان وايي چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد په جنوبي ښار درعا کې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې لږترلږه ٢١ کسان وژل شوي دي.

یاغیان وايي چې په وژل شوو کسانو کې شپږ ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.
د سوریې د بشري حقونو دڅارنې ډله، چې دفتر یې په لندن کی دی، د عیني شاهدینو له قوله رپوټ ورکوي چې چاودنه د چهارشنبې په ورځ، سهار وختي، شوې ده.

دغه ډله وايي چې چاودنه د درعا د ښار د تل الجموع په کلي کې شوې ده.

یاغیانو د پیښې پړه د بشارالاسد د حکومت د ځواکونو په غاړه اچولې ده. دوی وايي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د سړکونو په غاړه ماینونه ښخ کړي دي. یاغیان دا هم وايي چې د پيښې سیمې ته نږدې د حکومتي ځواکونو یوه پوسته هم پرته ده.

درعا په سورېې کی د بشار الاسد د رژیم پرضد د ولسی پاڅونونو د پیلیدو مرکز گنل کېږي. په سوریې کې لومړی پاڅون د همدغه ښارگوټي نه د ١٣٩٠ شمسي کال په پسرلي کی پیل شو.

ملگری ملتونه وايي چې تر اوسه پورې په سوریې کې د سلو زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي. د جګړو له امله، د سوریې دوه میلیونه وگړي گاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي او تقریبا څلورنیم میلیونه نور خلک بیا د سوریې دننه بې کوره شوي دي.

بل پلو ته، د سې شنبې په ورځ، د بې پولو ډاکټرانو ډلې وویل چې نړیواله ټولنه باید په سوریې کې بشري کرکیچ ته پام وکړي.

د بې پولو ډاکټرانو د ډلې مشر وویل چې لکه څنګه چې نړیوالو د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په برخې کې بیړنۍ اقدام وکړ، په همدغه ډول نړیوال باید د سوریې بشري بحران ته هم پام وکړي.

د بې پولو ډاکټرانو ډلې خبرداری ورکړی دی چې په سوریې کې خلګو ته کافي خوراکي توکي نه رسیږي، په تیره بیا په هغو سیمو کې چې جګړه پکښې روانه ده.
XS
SM
MD
LG