د لاس رسي وړ اتصالات

د خېبر پښتونخوا ایالت د قانون وزیر ووژل شو


اسرارالله گنډاپور
اسرارالله گنډاپور
اسرارالله گنډا پور په ډېره اسماعیل خان کې هغه وخت د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرگي برید کې ووژل شو چې له کلي څخه راغلیو میلمنو سره یې لیدل. په برید کې اوه نور کسان ووژل شول او د اسرارالله گنډا پور د مشر ورور په گډون تر دېرش زیات کسان ټپیان شوي دي.

اسرارالله گنډا پور د خپلې سیمې له یوې وتلې سیاسي کورنۍ څخه وو، او سږ کال د خېبر پښتونخوا ایالتي وزیر وټاکل شو. دا پېښه په داسې حال کې را مینځته شوې چې د تحریک انصاف په گډون د پاکستان لوی سیاسي گوندونه هڅه کوي له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د سیمې خلکو د امریکا غږ ډېوې راډیو ته ویلي چې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت ځان وچوو چې کله یې د اختر د مبارکۍ لپاره اسرارالله گنډا پور ته غېږ ورکړه.

اسرارالله گنډا پور د سږ کال په انتخاباتو کې د یوه ازاد کاندید په حیث گډون کړی وو، او له انتخابېدو وروسته یې د پاکستان په تحریک انصاف گوند کې، چې مشري یې عمران خان کوي، گډون وکړ او د خیبر پښتونخوا ایالت د قانوني چارو وزیر وټاکل شو.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې عموماً د ملتپاله عوامي نیشنل گوند غړي او مشران د وسله والو طالبانو له خوا په نښه کیږي. د نوموړي گوند د حکومت په وخت د گوند یوشمیر وتلي مشران په بریدونو کې ووژل شول.

د پاکستان سیکولاره سیاسي گوندونه د عمران خان په تحریک انصاف گوند باندې له طالبانو سره د خواخوږۍ تور لگوي. په اسرارالله گنډا پور باندې د ځانمرگي برید مسولیت تر اوسه لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG