د لاس رسي وړ اتصالات

د مشورتي لوی جرګې د غړو د نوملړ د لیکلو کار پیل شوی


اشنا تلويزیون

اشنا تلويزیون

د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري ترمنځ په کابل کې د څو پړاونو جدي مذ‌اکرو وروسته د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي تړون په څلورو عمده ټکو باندې موافقه وشوه.

ددې موافقې مهمه برخه چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو د امنیتي مصونیت مسله ده لوی جرګې ته وړاندې شوی ده او دادی اوس د هغو شخصیتونو او افرادو پر فهرست باندې کار پیل شوی چې په دې مشورتي لویه جرګه کې به ګډون وکړي.

ټاکل شوی چې دغه مشورتي لویه جرګه د لړم په میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

د مشورتي لوی جرګې د نوي او ځانګړي کمیسیون د دارالانشا د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال نجیب امین د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل له هماغه پیل څخه چې ولسمشر ددې کمیسیون دارالانشا وګمارله د لوی جرګې د جوړولو لپاره کار پیل شوی دی.

د هغه په وینا د کمیسیون دارالانشا د اختر په رخصتیو او نن د جمعې په ورځ هم پرته له ځنډه ټول عملي او تخنیکي کارونه پرمخ بیولي دي.

".. دارالانشاء اصلا نه ده رخصت شوی او ټولې ورځې یې کار کړی دی. او مونږ ټولې تیارۍ نیولي دي، همدا چې د شنبې ورځ رسمي کار پیل شي ټول تر سره شوي کارونه به د پلي کیدو په مقصد کمیسیون ته وړاندې شي."

ښاغلي امین دا هم وویل چې ډیر ژر به د امنیتي تړون لپاره د مشورتي لوی جرګې د جوړیدو نیټه اعلان شي. او په دې جرګه کې د ګډونوالو د نوملړ کار همدا اوس روان دی.

د مشورتي لوی جرګې د ځانګړي کمیسیون ټاکل:

ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ دیرش کسیز ځانګړی کمیسیون د مشورتي لوی جرګې د جوړولو لپاره د تیاریو په مقصد د حضرت صبعت الله مجددي په ریاست وټاکه.

د ښاغلي نجیب امین په وینا په دې لوی جرګې کې به د افغانستان د مختلفو قشرونو څخه شاوخوا درې زره کسان ګډون وکري چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د عمده ستونزې یعنی د امریکایي پوځیانو د قضایي مصونیت په ګډون د اړونده موضوعګانو په هکله به تصمیم ونیسي.

امریکایي مقامات په دې ټینګار کوي چې دا امنیتي سند باید د روان کال د اکتبر د میاشتې تر پایه لاس لیک شي. خو افغان مقاماتو دمخه په وار وار ویلي چې دوی کومه بیړه نه لري او دوی په دې تاکید او تمرکز کوي چې د افغانستان ګټې او غوښتنې په ښه توګه په تړون انځور شي.

خو د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ له سختو او اوږدو خبرو وروسته داسې بریښي چې اوس افغانستان هم ددې امنیتي او دفاعي تړون زماني اهمیت درک کړی او غواړي ژر تر ژره په دې اړه پریکړه وکړي.

ولسمشر کرزي ملت ته په خطاب کې په خپله وروستۍ رادیویي وینا کې ددې امنیتي تړون په هکله وویل:

".. د لوی خدای په مرسته په راتلونکې میاشت کې به لويه جرګه جوړه شي. او ملي ګټو ته په پاملرنې سره به داسې پریکړه وشي چې د ګران افغانستان بشپړ خیر او ښیګړه په کې نغښتې وي. "

هغه په خپله وینا کې یو ځل بیا د ښاغلي جان کري سره ددې تړون د موافقې عمده ټکو ته په اشارې سره وویل: ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی، د خلکو د کورونو مصونیت او د هر افغان د کور د حریم حرمت، د ملکي تلفاتو مطلق مخنیوی او د بهرنیو ځواکونو د خپل سرو عملیاتو ممانعت او همدا شان د بهرني تجاوز ځانګړی تعریف د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د توافق وړ ټکو څخه دي.

ولسمشر کرزي د امنیتي تړون د ضمانتونو په هکله وویل که په افغانستان کې سوله او امنیت نه وي نو امنیتي تړون به د افغانستان د خلکو په څه درد ولګیږي. د هغه په وینا په افغانستان کې یواځې او یواځې سوله او امنیت کولای شي د امنیتي تړون ضمانت وکړي.
XS
SM
MD
LG