د لاس رسي وړ اتصالات

نن داحتمالي کاندیدانو د نومونو لست اعلانیږي


ارشیف
ارشیف
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي چې ټاکل شوي ده چې د شنبې د ورځي تر پایه به د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانود راروانوانتخاباتو لپاره د ولاړو احتمالي کاندیدانو د نومونولمړنی لست اعلان کړي.

د لوې اختر د رخصتیو له امله د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانود راروانوانتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د نومونودلمړنی لست په اعلان کې د ځنډ راتللو په باب اندیښنې زیاتې شوې وې.

خو نور مخمد نور د امریکا غږ اشنا رادیو سره په خبروکې وویل چې د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون نن دا لست اعلانوي.

د جمهوري ریاست د راروانوانتخاباتو لپاره د ولاړو احتمالي کاندیدانو د اسنادو په ارزونې کې د هغوې ددوهم تابیعت مسله هم شامله ده چې د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون تمه لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې هکله خپل معلومات دلست د اعلان دمخه نن دغه کمیسیون سره شریک کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې تراوسه ۲۶ تنه چې یوه یې ښځه ده ولاړ دي او د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره ۳۰۵۸ تنو خپل نومونه لیکلي دي چې ۳۳۴ تنه یې ښځې دي.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون د مهال ویش له مخې په کار دي چې دا کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانود راروانوانتخاباتو د احتمالي کاندیدانو د نومونود لمړنی لست نن د شنبې په ورځ د میزان په ۲۷ د خلکو د خبرتیا لپاره خپور کړي.

تمه ده چې د یوې میاشتې په موده کې به د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلوکمیسیون د احتمالي کاندیدانو په هکله د خلکو شکایتونه راټول اود راټول شوو شکایتونو په رڼا کې به د عقرب په ۲۵د کاندیدانووروستی او رسمي لست اعلان شي.
XS
SM
MD
LG