د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي بېړۍ او د آسیا آرام سمندر ستراتیژیکه سیمه


د امریکا الوتکې لیږدونکې بېړۍ

د امریکا الوتکې لیږدونکې بېړۍ

د امریکا، جنوبي کوریا او جاپاني ځواکونو گډ عملیات چې د سمندري ژغورنې او بشري مرستو د لیږدولو په گډون ماموریتونو ته ځانگړي شوي وو، شمالي کوریا سخت وغندل.

که څه هم چې د شمالي کوریا له خوا ددې ډول تمرینونو په وړاندې گواښونه عادی خبره ده، خو دا پوځي تمرینونه د امریکا د متحده ایالتونو د هغه پلان نه مخکې ترسره کیږي چې په سیمې کې خپل پوځي شتون پراخول غواړي کوم چې د چین اندیښنه یې راپارولې ده.

په دې تمرینونو کې د امریکا د سمندري پوځ د جورج واشنگټن نومې بیړۍ له سطحې څخه جنگي جت الوتکې پروازونه کوي چې د امریکا د پوځ د لسو سترو بېړیو څخه ده چې په نړۍ کې ساری نه لري.

په دې وروستي پوځي تمرین کې د جاپان او جنوبي کوریا بیړو هم برخه اخیستې وه. که څه هم چې هدف یې د ژغورنې او بشري چارو اړوند ماموریتونه وو، خو د شمالي کوریا له خوا وغندل شو او د کوریا دولتي رسنیو دغه درې اړخیز تمرین د جگړې سریزه وبلله.


په داسې حال کې چې شمالي کوریا په غوسه ده، د امریکایي سمندري ځواکونو ستر جنرال مارک مونتگمیري وایي:

«.. په حقیقت کې دا الوتکې وړونکی بیړۍ څو اړخیز ماموریت لري، خو مونږ د هواېې دفاع، د بالستیک توغندیو د دفاع، د جنگي اوبتلونو او د اوبو په سطحې کې د جنگي وسایلو په ضد د مباررې په گډون د یو شمیر پراخو ماموریتونو دپاره روزل شوی یو .»

جورج واشنگتن نومې بیړۍ کابو اتیا الوتکې لیږدوي او شپږ زره عمله لري. د کوریا د دفاعي شبکې څخه چې د پالیسۍ یوه خصوصي ډله ده، کارپوه شن ان کیون وایي، دا ډول ستر ځواک د شمالي کوریا کلک غبرگون راپاروي.

«.. زه فکر کوم چې شمالي کوریا ځکه پارونکې الفاظ کارولي چې که چېرې دوي د یو اس اس جورج واشنگتن د بیړۍ د خوزښت په هکله څه ونه کړي نو د شمالي کوریا د پوځي موقف کمزورتیا به وښي.»

امریکا پلان لري چې د اسیا په ارام سمندر کې خپل پوځي شتون پراخ کړي او دغو اوبو ته نورې جنگي بېرې راولي. دا په داسې حال کې د چین د اندیښنې سبب کیږي چې یوې خوا ته د جنوبي چین د سمندرگي د اوبو د مالکیت ادعا کوي او بل خوا خپل سمندري ځواک پیاوړی کوي.

خو د امریکایي سمندري ځواکونو ستر جنرال مارک مونتگمیري وایي: «.. د امریکا او چین سمندري پوځونه په ډېرو مسلو کې نږدې همکاري لري، نو دا مفکوره چې مونږ به ددې په شان د کوم ځانگړي شي پلان ولرو، هغه نامناسبه ده.»

په ټوله نړۍ کې یواځې شل الوتکې وړونکي بیړۍ فعالې دي. دا بېړۍ د ملي حیثیت او پوځي ځواک د درلودو ښکارندوی دي. همدغه دلیل دی چې اوس د چین او هند په څیر هیوادونه هڅه کوي خپلې الوتکې وړونکې بیړۍ په کار واچوي.
XS
SM
MD
LG