د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف واشنګټن ته راورسېدی


د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د یکشنبې په ورځ د یوه رسمي څلور ورځنيز سفر په ترڅ کې واشنګټن ته راورسیدی.

نوموړی به د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره ملاقات وکړي. دا امریکا ته په تیرو څو کلنو کې د پاکستان د یوه لومړي سفر دی چې ترسره کېږي.

ښاغلی نواز شریف به د خپل سفر په ترڅ کې د چارشنبې په ورځ د ولسمشر برا ک اوباما سره ملاقات وکړي . په دې ملاقات کې به د ترهګرۍ سره روانه جګړه او په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو جنجال د دواړو مشرانو د خبرو مهم ټکي وي.

د امریکايي چارواکو په وینا دښاغلي نواز شریف د حکومت له راتګ سره په سیمه کې د تشنج د کمي دپاره ډیر کار شویدی.

امریکا هیله لري چې د نواز شریف حکومت به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په لړ کې همکاري وکړي.


د دواړو خواوو ترمنځ د شک او بې اعتمادۍ برسیره هم د لومړي وزیر شریف او ولسمشر اوباما لیده کاته د دوو اړخیزو اړیکو دپاره مهم او حیاتي ګڼل کېږي.

امریکا او پاکستان یوه بل ته اړتیا لري


پاکستان د خپل اقتصادي ستونزو د هوارولو او انرژۍ د ستونزې د حلولو دپاره سخت بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

په عین حال کې امریکا پر اسلام آباد باندې د افغانستان څخه راتلونکی کال د امریکايي ځواکونو په راایستلو کې د مرستې حساب کوي. دغه راز واشنګټن غواړي چې پاکستان پر افغاني طالبانو باندې د خپل نفوذ څخه کار واخلي او دې ته یې وهڅوي چې هغوي د تشدد او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د افغانستان د سیاسي بهیر سره یوځای شي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې وروسته له هغه نه چې د امریکا د پوځ په یوې حملې کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شول، خرابې سوې. همدغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هغه مهال نورې هم پسي خرابې شوې چې د ناټو په یوه هوايي برید کې د پاکستان د سرحدي قواوو په لسګونو تنه سرتیري ووژل شول.
XS
SM
MD
LG